هېګل: واشنګټن خلیج کې خپل ځواکونه نه کموي

د انځور حقوق Reuters
Image caption چک هېګل ویلي، که څه هم له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر ضمني موافقه شوې، خو امریکا په خلیج کې د خپلو سرتېرو کمولو نیت نه لري.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل ویلي، چې واشنګټن په خلیج کې د خپلو پوځیانو د کمولو نیت نه لري.

نوموړي دا څرګندونې د بحرین منامې د امنیتي خبرو په یوه کنفرانس کې کړې دي. امریکا په خلیج کې نژدې ۳۵ زره پوځيان لري.

چک هېګل ویلي، که څه هم له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر ضمني موافقه شوې، خو امریکا په خلیج کې د خپلو سرتېرو کمولو نیت نه لري.

هېګل ټینګارکړی، چې خلیج کې د امریکا پوځي قوتونه باید له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر خبرو کې ملاتړ وکړي.

دی وايي، چې واشنګټن په منځني ختيځ کې د خپلو سرتېرو پر پرېښودو ولاړ دی، چې په وینا یې دا کار د خلیج د سیمې د امنیت خوندیتوب په خاطر کوي.

ایران او پنځه جمع یو سترو هېوادنو پر ایران د اتومي هڅو د کمولو په مقابل کې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د کمښت موافقه وکړه.

د موافقې له مخې، د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان باید ایران کې د اتومي هڅو شکمن ځایونه وګوري.

شنونکي وايي، چې د عربي خلیجي هېوادونو هغه مشران چې له امریکا سره نژدې اړیکي لري، اندېښمن دي، چې ګني واشنګټن به پر منځني ختيځ خپل پام داسې مهال راټول کړي، چې په اسیا کې یې ستراتیژیک توازن له لاسه وتونکی دی.

ډېرېدونکې اندېښنه

هېګل وايي "پوهېږو چې دیپلوماسي په خالي ځای کې کارنده نه ده، زموږ بریا پر امریکايي پوځي قوت پورې تړلې، لکه څرنګه چې د دې بریا لپاره په منځني ختيخ کې زموږ د ملاتړو او شریکانو له لوري ډاډ اړین دی". دی وايي، له ایران سره موافقه باید "د تېر ایستلو پرځای د جدي خبرو او هوکړې زمینه برابره کړي".

که څه هم له ایران سره نسبي موافقه د نړیوالو له لوري وستایل شوه، خو اسرائیلو بیا دغه هوکړه "تاریخي تېروتنه" وبلله.

هېګل وايي، د امریکا متحده ایالتونه پر خپل مسؤولیت ولاړ دي.