د انټي بیوټیک گټې او زيانونه

Image caption پنسېلين هغه لومړنی انټي بیوټيک دی چې په پراخه کچه کارول شوی او لا کارول کېږي.

انټي بیوټیکونه چی د انتي بکتیریل په نوم هم پیژندل کیږي هغه درمل دي چی بکتریا وژني، وده ورکوي او یا یې هم د تکثر مخنیوی کوي.

انټي بیوټیکونه د هغوناروغیو لپاره کارول کېږي چې د بکتریا په واسطه پیدا شوي وي، یعنې د هغوناروغېولپاره ګټور نه دي چی د ویروس، فنګس اویا بل پرازیت له امله رامنځته شوي وي.

د انتي بیوټیکونو په کارولو کې باید پام وکړو او په دې پوه شو چې ناروغي د کوم بکتریم له امله ده، همداراز دا باید له یاده ونه باسو چې ځېني مشخص فنګسونه هم د انټي بیوټیکو په واسطه له منځه وړل کیدای شي.

پنسېلين هغه لومړنی انټي بیوټيک دی چې په پراخه کچه کارول شوی او لا کارول کېږي.

انټي بیوټیکونه د بکتریا په مقابل کې دوه ډوله عمل کوي، لومړی د بکتریا د حجروي برخو وژل او دوهم د بکتریا د ډېرښت یا تکثرمخنیوی.

مقاومت

په نړېواله کچه داسي فکر کیږي چې انټي بیوټیکونه له اندازې زیات کارول کيږي چې په پایله کې یې ډیری هغه بکتریا د هغو انټي بیوټیکونو په وړاندې چې پخوا یې ورسره مقاومت نه شو کولای، اوس مقاومت کوي.

د European centre for disease prevention and control د معلوماتو له مخې د انټي بیوټیکونو په وړاندې د بکتریا مقاومت یو جدي ګواښ دی چی نړۍ ورسره مخ ده.

د یادې ټولنې د معلوماتو پربنسټ په اروپایي ټولنه کې هر کال ۲۵۰۰۰ وګړي د هغې بکتریا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د انټي بیوټیکونو په وړاندې مقاومت کوي.

په ډېره کچه او ناسم ډول د انتي بیوتیکونو د کارولو له امله په بکتریا کې مقاومت پیدا کیږي چې پدې صورت کې بیا انټي بیوټیکونه لږ ګټور وي.

یو شمېر انټي بیوټیکونه پر هوازي بکتریا او یو شمېر نور پر غیر هوازی بکتریاو باندې بريد کوي.

هوازي بکتریا هغه دي چی اکسیجن ته اړتیا لري، غیر هوازي هغه بکتریا دي چی اکسیجن ته اړتیا نلري.

د بکتریا مقاومت د نا روغیو د کنترول لارې چارې محدودوي، د روغتیايي پاملرنې قیمت لوړوي او د ناروغیو شمېر، شدت او دوران زیاتوي.

که څه هم ساینسپوهان په جدیت سره کار کوي ترڅو داسې انټي بیوټیکونو ته وده ورکړي چې مقاومې بکتریا تر اغیز لاندې راولي، خو ناروغۍ رامنځته کوونکي بکتریا هم کولای شي چې په لږ وخت کې نوي مقاومت ته انکشاف ورکړي.

د انټي بیوټیک په وړاندې د بکتریا مقاومت یوه نړیواله ستونزه ده او کابو ټولې مهمې بکتریا د عامو انټي بیوټیکونو په وړاندې مقاومت پیدا کړی دی.

کله چې موږ په ناوړه توګه انټي بیوټیک کاروو نو د بکتریا د مقاومت په ډیرولو کې مرسته کوو او په پایله کې د بکتریا له داسې نویو ډولونو سره مخ کیږو چې کنترول یی ګران کار دی، له همدې امله د انټي بیوټیک د کارولو په اړه باید دقیق تصمیم ونیول شي تر څو د خپلې کورنۍ او چاپیریال په ساتنه کې مرسته وکړو.

جانبي عوارض

Image caption ځېني انتي بیوتیکونه که له نورو درملو سره یو ځای وکارول شي نوکېدای شي د یوبل په وړاندې منفي عکس العمل وکړي او د یو بل موثریت لږ کړي.

انټي بیوټیکونه انسانانو ته د ګټې تر څنګ ځیني زیانونه هم لري لکه په بډوډي کې د کاڼو پیدا کول، د لمر په مقابل کې حساسیت، د دوراني یا وینې د سیستم غیر منظم کېدل، قی کول، پر ژبه د سپینو لیکو یا کرښو ښکارېدل او کېدای شي کوڼوالی هم رامنځته کړی خو ماشومان چي انتي بیوتیکونه استعمال کړي د وزن د ډیریدو احتمال یې زیات دی.

احتیاط

یو شمېرانټي بیوټيکونه باید له ځینو خوړو او یا څښاک سره یو ځای ونه کارول شي.

یو شمېر انټي بیوټیکونه باید له خوراک یو ساعت وړاندې وخوړل شي په داسې حال کې چی یو شمېر نور باید له خوراک څخه یو یا دوه ساعته وروسته وخوړل شي.

که غواړو چې په ښه توګه له انټي بیوټیکونه څخه ګټه واخلو، باید اړینې سپارښتنې په جدیت سره په پام کې ونیسو د بېلګې په توګه تتراسکلین باید له شېدو سره یو ځای ونه خوړل شي ځکه کېدای شي د د درملو په جذب باندې منفي اغیزه وکړي.

همداراز هیڅکله باید انتي بیوتیک د راتلونکي استعمال لپاره و نه ساتل شي او یا هم بل ناروغ ته ورنکړل شي.

که چېرته بډوډی کومه ستونزه ولرۍ ، ميندې مېندواره وي او یا ماشوم ته شېدې ورکوي، نو باید د انټي بیوټیکو له اخيستلو مخکې له ډاکټر سره سلا مشوره وکړي.

ډېری انټي بیوټیکونه یوازې په څو ساعتونو کې اغېزه کوي، دا خورا مهمه ده چې توصیه شوي درمل په پوره اندازه واخيستل شي که څه هم تاسي د درمل له پایته رسېدو مخکې روغ شئ، که داسې ونه شي نو کیدای شي چې ځینې بکتریا ستاسي په بدن کې پاتې شي او له څه مودې ورسته یو ځل بیا حمله وکړي.

انټي بیوټیکونه د بکتریایی ناروغیو په وړاندې پیاوړي درمل ګڼل کیږی چې که په سمه توګه وکارول شي ژوند ساتلای شي.

د ویروسي ناروغیو په وړاندې د انټي بیوټیکونه کارول نه یواځې ګټه نلري بلکې کیدای شي مضر پرېوځي او هر ځل چی موږ انټي بیوټیک استعمالوو نو د بکتریا د مقاومت چانس زیاتیږي.

ځېني انتي بیوتیکونه که له نورو درملو سره یو ځای وکارول شي نوکېدای شي د یوبل په وړاندې منفي عکس العمل وکړي او د یو بل موثریت لږ کړي.

په پرله پسې او ناسم ډول د انتي بیوتیک کارول د درملو په وړاندې د بکتریا د مقاومت لومړی دلیل دی، که لاندېنیو ټکو ته پاملرنه وشي نو د انتي بیوتیکو کارول به ډېره ګټه ولري.

پر خپل وخت د انتي بیوتیک اخيستل، یوازې د بکتریایي ناروغیو په وړاندې د انتي بیوتیک کارول، د توسیې شوې نسخې سره په بشپړ ورته والي د درملو اخيستل، له نسخې پرته هیڅکله د انتي بیوتیک نه کارول، د ناروغۍ په مخنیوي او خپرېدو کې کوښښ کول او له سپارښتنې سره سم واکسین کول.

هر انتي بیوتیک د یوځانګړي ګروپ بکتریا پر وړاندې عمل کوي او داسې نده چی یو انتي بیوتیک د ټولو بکتریا په وړاندې کار وکړي.

ورته مطالب