د منډېلا د هڅو د ستاینې په موخه لویه غونډه

ټاکل شوې ده چې نن د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا د ژوند او هڅو د سیتاینې په موخه یوه لویه رسمي غونډه ترسره شي.

د نړۍ بېلابېل مشران به په دې غونډه کې ګدوڼ کوي، او ځیني به ورته ویناوې هم کوي.

د ونیاوالو د لست په سر کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما یاد شوی. د هند او برازیل ولسمشران او د چین د ولسمشر مرستیال به هم غونډې ته ونیا کوي.

یاده دې وي چې افغان ولسمشر حامد کرزی به هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

د نړۍ بېلابېلو مشرانو له خوا د نېلسن منډېلا په مړینه د تسلیت پیغامونه دوام لري.

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون هم نېلسن منډېلا د خپل وخت یوه لویه او تاریخي سټه بللې، او د انصاف او بشري حقونو لپاره د هغه هڅې یې ستایلي.

"هغه د انصاف او برابرۍ سمبول و. زموږ پر ژوند یې ژور تاثیر درلود. موږ ته یې دا را وښودل چې په افریقا او نړۍ کې ډېر څه ممکن دي. هغه نه یوازې زموږ د وخت یو لوی مشر و، بلکې یو استاد و. څه یې چې ویل، هغه یې عملي کول."

د برېتانیا لومړي وزیر ډېوډ کیمرون هم د نېلسن منډېلا زړورتیا او د دیموکراسۍ لپاره د هغه مبارزه ستایلې.

"موږ اکثر فکر کوو چې انسانیت په خپله پرمختګ کوي. له تیارو ووځي او د ښه والي پر لور درومي. خو داسې نه ده. د پرمختګ لپآره باید انسانان مبارزه وکړي. انسانان باید د یوې لا ښې نړۍ خوب وویني. نېلسن منډېلا د همدې انساني مبارزې یو مثال و. هغه ځان د تاریخ قرباني نه باله. بلکې پخپله یې تاریخ ولیکه."

نېلسن منډېلا تېره جمعه د پنځه نوي کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی به د دسمبر په پنځلسمه نېټه خاور ته سپارل کېـږي.

ورته مطالب