بنګله دیش اسلامپالی ملا اعداموي

Image caption پر عبدالقادر ملا تور دی، چې په ۱۹۷۱ کال کې يې د بنګه ديش د آزادۍ پر مهال جنګي جرمونه کړي دي.

په بنګله ديش کې سترې محکمې د جماعت اسلامي د مشر عبدالقادر ملا د اعدام کولو پريکړه پر خپل ځای پريښې ده.

قاضي د سزا پر وړاندې غوښتنه رد کړه او ويې ويل چې دغې غوښتنې د عبدالقادر ملا د په دار ځړولو لپاره لا زياته لاره هواره کړه.

عبدالقادر ملا ته د سه شنبې په ورځ د مرګ سزا ورکېدونکې وه، خو په وروستيو شيبو کې ودرول شوه.

پر ده تور دی، چې په ۱۹۷۱ کال کې يې د بنګه ديش د آزادۍ پر مهال جنګي جرمونه کړي دي.

د جنګي جرمونو محکمې په لومړي سر کې عبدالقادر ملا ته د عمري بند سزا ورکړې وه، خو سترې محکمې د حکومت په غوښته د ده دغه سزا پر مرګ واړوله.

په دې لړ کې د سه شنبې په ورځ بنګله ديشي چارواکو دې ته زمينه برابره کړه، چې ښاغلی ملا له خپلې کورنۍ سره وګوري.

د ده مدافع وکيل وايي(که د سترې محکمې له بيا کتنې پرته عبدالقادر ملا په دار ځړول شوی وای، نو دا به قتل و او دا به د قانون خلاف و.

بل خوا جماعت اسلامي په يوه ويناپاڼه کې ويلي، که عبدالقادر ملا په دار شي، نو ويروونکې پايلې به ولري.

پر عبدالقادر ملا تور دی چې دی د جماعت اسلامي له لوري جوړ شوي نظامي ډلې البدر غړی و.

پر ده دا تور هم دی چې د آزادۍ د جګړې په وروستيو ورځو کې له ۲۰۰ د ډېرو بنګله ديشي پوهانو په تښتولو او وژلو کې ښکېل و.

په بنګله ديش کې د جنايي جرمونو پر وړاندې محکمې په تېرو څو مياشتو کې د جماعت اسلامي ځينې مشران د ۱۹۷۱ په جګړه کې د ښکېلتيا له امله په بند او مرګ محکوم کړي دي.

ورته مطالب