ترافیکي پېښې ۳۰ افغانان او ایرانیان مړه او ټپیان کړل

Image caption له ايران نه راپوټونه وايي چې په نايين کې په يوه ترافيکي پېښه کې شاوخوا ۳۰ افغان او ايراني اتباع وژل شوي او ټپيان شوي دي.

له ايران نه راپوټونه وايي چې په نايين کې په يوه ترافيکي پېښه کې شاوخوا ۳۰ افغان او ايراني اتباع وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په ايران کې د يوې ترافيکې پېښې په پايله کې لږترلږه ۱۵ کسه وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان دي.

دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په اصفهان کې رامنځته شوې ده.

د ايران حکومتي رسنۍ وايي دغه پېښه د اصفهان په نايين ښار کې د آزاد اسلامي پوهنتون مخې ته شوې ده.

دغو رسنيو د اصفهان د پوليسو د مشر سرهنګ حسين غلامي له قوله ويلي، په دغه ترافيکي پېښه کې ۱۱ افغان اتباع وژل شوي دي.

ښاغلي غلامي ډېر سرعت او له کنټروله د موټر وتل د دغې پېښې اصلي لامل بللی دی.

راپوټونه وايي څلور واړو ټکر شويو موټرو اور اخيستی دی.

په دغه پېښه کې ۱۶ کسه نور ټپيان شوي چې دوه تنو يې په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

په ايران کې مرګونې ترافيکې پيښې ډېرې کېږي او د ترافيکي پېښو په برخه کې په نړيواله درجه بندۍ کې مخکې ځای لري.

ورته مطالب