امریکا: پر اوکرین د بندیزونو په پړاو کې نه یو

Image caption اعتراض کوونکي تر ډيره له اروپايي ټولنې سره د اړيکو پلويان دي، خو حکومت روسيې ته نژدې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې پر اوکراين د بنديزونو لګولو په ګډون به ټول انتخابونه په پام کې ونيسي.

په دغه هېواد کې سياسي کړکيچ دوام لري او کله کله پوليس له لاريون کوونکو سره له تاوتريخوالي ډک چلند کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه دريځ وروسته له هغه غوره کوي، چې په اوکراين کې بلوا ضد پوليسو هڅه وکړه اعتراض کوونکي له راټولو شويو ځايونو وشړي.

د اوکراين ولسمشر وايي نور د سوله ييزو لاريونونو پر وړاندې له زوره کار نه اخلي.

ده له مخالفانو غوښتي، چې د روان کړکيچ د هواري په موخه خبرو ته کيني، خو د مخالفينو مشرانو د ولسمشر دغه وړانديز رد کړی دی.

په پلازمېنه کې وروستيو مظاهرو دغه هېواد چې شاوخوا ۴۶ مېلېونه وګړي لري، فلج کړی دی.

پرون چارشنبه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسووله کاترين اشټون او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکې ويکتوريا نولاند پلازمېنې کيف ته لاړل او له حکومتي چارواکو پرته يې د اعتراض کوونکو له مشرانو سره هم خبرې وکړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جن ساکي خبريالانو ته وويل امريکا پر اوکراين بنديزونه په پام کې لري، خو په اړه يې جزييات ور نه کړل.

دې وويل"له امريکا سره زيات انتخابونه شته چې په پام کې دي، خو د بنديزونو په پړاو کې نه يو."

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېری د مظاهره کوونکو پر وړاندې د زور کارول غندلي و، او د دوی پر وړاندې يې د سم چلند غوښتنه کړې وه.

د چارشنبې ورځې په لومړيو کې پوليس په پلازمېنه کيف کې د آزادۍ ميدان ته ورغلل او د لاريونيانو ځيني جوړ کړي موانع او څادرونه يې لرې کړل.

پوليس ادعا کوي چې په دې ډول يې غوښتل د ترافيکو پر مخ لار پرانيزي.

اعتراض کوونکي تر ډيره له اروپايي ټولنې سره د اړيکو پلويان دي، خو حکومت روسيې ته نژدې دی.

ورته مطالب