بنګله دېش کې اعدام شوی ملا خاورو ته وسپارل شو

Image caption عبدالقادر ملا د پنجشنبې پر ورځ په دار وځړول شو

بنګله دېش کې د اعدام شوي جماعت اسلامي ګوند یو مشر عبدالقادر ملا مړی خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي جنازه په خپل پلارني ټاټوبي فریدپور کې د جمعې سهار وختي تر سره شوه. جنازې ته سلګونه کسان راغلي وو. که څه هم ډېر سخت امنیتي تدابېر نیول شوي خو په تاوترېخجنو لاریونو کې تر اوسه دوه کسه وژل شوي دي.

عبدالقادر ملا د پنجشنبې پر ورځ په دار وځړول شو، چې ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د دغه هېواد د خپلواکۍ تر لاسه کولو جګړې پر مهال په جنګي جرمونو مجرم پېژندل شوی و.

د جنګي جرمونو ځانګړې محکمې سږ کال فبرورۍ کې نوموړي په بشر ضد جرمونو تورن وپېژاند او په عمر قید یې محکوم کړ، خو وروسته د بنګله دېش سترې محکمې د نوموړي دغه سزا په اعدام بدله کړه.

پر عبدالقادر ملا تور و، چې هغه مهال د جماعت اسلامي د البدر نومي وسله والې ډلې غړی و.

پر نوموړي دا تور هم و، چې د جکړې وروستیو ورځو کې یې له ۲۰۰ ډېرو بنګله دېشي پوهانو تښتولو او وژنه کې لاس درلود. ۶۵ کلن عبدالقادر ملا د پنجشنې په شپه له ځايي وخت سره سم ۱۱ بجۍ زندۍ شو.

بنګله دېش حکومت د نوموړي له اعدام وروسته د غبرګون په توګه د احتجاجونو له وېرې، په ټول هېواد کې کلک امنیتي تدبیرونه کړي دي.

فبرورۍ کې، چې محکمې عبدالقادر ملا تورن وپېژاند، جماعت اسلامي ګوند پراخ احتجاجونه کړي و. د جماعت اسلامي په وینا د عبدالقادر ملا محاکمې تر شا سیاسي هدفونه دي.

دغه ګوند ګواښ کړی و، چې که نوموړي ته سزا ورکړله شي، ناوړه پایلې به ولري.

د چهارشنبې په ورځ د عبدالقادر ملا استناف غوښتنه رد شوه. له اعدامه مخکې د نوموړي د کورنۍ غړو له هغه سره ولیدل.

د جنګي جرمونو ضد محکمې چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې، له دې مخکې هم د جماعت اسلامي یو شمېر غړي د مرګ په سزا محکوم کړي.

خو عبدالقادر ملا لومړی کس دی، چې په دار وځړول شو.

بنګله دېش حکومت وايي، له پاکستانه د دغه هېواد خپلواکۍ تر لاسه کولو جګړې پر مهال درې میلیونه کسان وژل شوي، خو یو شمېر څېړونکي ادعا کوي، چې د وژل شویو کسانو شمېر له دریو لکو تر پنځو لکو کسانو و.

په بنګله ديش کې د جنايي جرمونو پر وړاندې محکمې په تېرو څو مياشتو کې د جماعت اسلامي ځينې مشران د ۱۹۷۱ په جګړه کې د ښکېلتيا له امله په بند او مرګ محکوم کړي دي.

ورته مطالب