"ايران کې زنداني امريکايى د سي اى اې مامور دى"

Image caption ښاغلى ليونسون د اوو کلونو راهيسې ورک دى

د امريکا د اسوسشتيد پريس اژانس له لوري ترسره شوې يوه پلټنه وايي د امريکا فدرالي ادارې پخوانى جاسوس چې باور کېږي د تېرو اوو کلونو راهيسې ايران کې زنداني دى د امريکا د استخباراتي ادارې پر يوه نا تاييد شوي ماموريت کار کاوه.

امريکا په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې خو د دغه رپوټ د خپرولو له کبله يې پر دغه خبري اژانس نيوکه کړې ده.

روبرت ليونسون د ٢٠٠٧ کال په مارچ کې د ايران د کېش په ټاپو کې تري تم شو او د کلونو لپاره ورک دى. پر هغه مهال د امريکا متحده ايالاتونو وويل چې هغه د يوه شخصي کار لپاره ايران ته تللى دى.

اوس اسوسشتيد پريس اژانس ادعا کوي چې هغه د استخباراتي معلوماتو د را ټولولو په يوه نا تاييد شوي ماموريت بوخت و او د دې خبرې له ډاگيزه کېدو سره کور دننه لويه رسوايي رامنځ ته شوه.

سي اى اې په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې او د سپېنې ماڼې د ملي امنيت شورا ويلي دي چې د امريکا د متحده ايالاتونو دولت له اسوسشتيد پريس څخه غوښتنه کوي چې د ښاغلي ليونسون ژوند ته د ورپېښو گواښونو له کبله په دې اړه څه نه خپروي.

امريکايي حکومت دا هم ويلي دي چې پوره ژمن دى چې هغه ومومي او په خوندې توگه يې هېواد ته راستون کړي.

د کورنۍ له لوري يې په کلکو ټکو سره ليکل شوې يوه وينا پر حکومت نيوکه کوي او وايي ځينو خلکو د ښاغلي ليونسون د موندلو لپاره هڅې کړي دي، خو ځينو نورو بيا په دې برخه کې خپله دنده نه ده ترسره کړې.

دوى له حکومته غوښتي چې اړين گامونه اوچت کړي او د خپل يوه مامور ژوند ته پاملرنه وکړي.

په دې اړه کره معلومات نه شته چې چا د امريکا د فدرالي ادارې دغه جاسوس نيولى او چېرې ساتل کېږي. خوامريکايي چارواکو وروسته له هغه چې د فبرورۍ په مياشت کې د ايران سره د اټومي پروگرام په اړه يې يوه هوکړه وکړه له ايراني چارواکو وغوښتل چې دهغه د موندلو په چاره کې مرسته وکړي.

ورته مطالب