د شمالي کوريا اعدامولو ګام به د "سوداګرۍ موخې بدلې نه کړي"

Image caption شمالي کوريا د کيم جونګ ان داسې انځورونه خپاره کړي چې د سکي وهلو له يو ساتېر ځای نه ليدنه کوي

د شمالي کوريا چارواکو ويلي د جګپوړې څېرې چانګ سونګ تېک اعدامولو ګام به د دغه هېواد اقتصادي موخې بدلې نه کړي.

ښاغلی چانګ چې د کيم جونګ ان د ترور مېړه و، مخکې له دې چې لرې شي له چين سره يې سوداګريزې اړيکې جوړولې.

د ده د لرې کولو او وژنې ګام داسې ګونګوسي راپورته کړي وو چې د بهرنۍ پانګې هلې ځلې کېدی شي ورسره پای ته ورسېږي.

بهرنۍ پانګونه د شمالي کوريا کمزوري اقتصاد کې ډېر مهم رول لوبوي.

کيم کيونګ هوي چې د ښاغلي چانګ مېرمن او د شمالي کوريا د مشر کيم ترور ده په دولتي کمېټه کې یې نوم یادی شوی، يو داسې څه چې دې اشاره کوي ګواکې دا د واکمنې کورنۍ دننه خوندي ده.

ښاغلی چانګ د شمالي کوريا يو له خورا ځواکمونو چارواکو او هم د دغه هېواد د اقتصادي تګلارو مهم جوړونکی شمېرل کېده.

تېره اوونۍ د ده اعدامول او بيا له چين نه د شمالي کوريا سوداګرو يوې ډلې غوښتل، داسې اندېښنې راپورته کړې چې د ده ملګري تصفيه يا پاکاري کېږي، او د کيم جونګ ان د داسې هلو ځلو يوه برخه ده چې له مخې يې غواړي پر واک منګولې ټينګې کړي.

دغه ګام په اتومي وسلو سمبال دغه هېواد کې د کرارۍ په اړه وېرې هم راپورته کړې دي.

خو يون يونګ سوک، چې د اقتصادي پرمختيا دولتي کمېټې جګپوړی غړی دی، اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ ته ويلي چې د شمالي کوريا سوداګرۍ موخې نه دي اغېزمنې شوې.

ده وويل "سره له دې چې د چانګ سونګ تېک ډلې زموږ اقتصاد ته ډېر زيان رسولی، د کوريا خلکو ډيموکراټيک جمهوريت اقتصادي تګلاره کې هېڅ بدلون نه راځي، دا به همداسې د تېر په څېر وي."

تېره مياشت شمالي کوريا پلانونه اعلان کړل چې له مخې يې بهرنۍ سيلانۍ او پانګونې هڅونې لپاره ولايتي اقتصادي زونونونه جوړ کړي.

خو څېړونکي وايي که دغه هېواد له خپل اتومي پروګرام نه د لاس اخيستلو هوډ څرګند نه کړي، چې د نړيوالو بنديزونو لامل دی، د سوداګرۍ جلبولو چاره به ستونزمنه وي.

په همدې وخت کې د يوه چاوراکي دولتي جنازې کمېټې کې چې د جمعې پر ورځ مړی شوی، د ښاغلي چانګ کونډې نومولو ته د يوې داسې نښې په توګه کتل کېږي، ګنې سره له دې چې مېړه يې له منځه وړل شوی، په خوندي کړۍ کې ده.

د بي بي سي اسيايي چارو څېړونکی چارلز سکانلون وايي د شمالي کوريا بنسټ ايښودونکي کيم ايل سونګ د لور، او د ده د ځای ناستي کيم جونګ ايل د کشرې خور په توګه د دې ځای د دې څرګندونه کوي چې دا له ګوزاره خوندي ده.

ده وويل دا به داسې ګونګوسيو ته هم لار پرانيزي چې دې د خپل مېړه ښکاره لوېدا کې لاس درلود.

کيم کيونګ هوي، چې د کارګر ګوند کې يوه منشۍ او د خلکو پوځ کې څلور ستوريزه جنراله هم ده، په تېرو څو کلونو کې په لوړه کچه او وار وار د خپل ورور او بيا د خپل وراره ترڅنګ راڅرګنده شوې ده.

خو دا په تېرو څو مياشتو کې نه وه ليدل شوې، چې له امله يې دا ګونګوسي هم راپورته شوي چې ګواکې ناروغ او غمجنه ده.

وروستۍ پرمختياوې په داسې حال کې راځي چې شمالي کوريا په کې د کيم جونګ ان انځورونه خپاره کړي چې له وانسون سره څېرمه د ماسيک ريونګ سکي وهلو ساتېر ځای نه يې ليدنه کوله.

باور دی دغه ساتېر ځای د شمالي کوريا دغه مشر د کورنيو ژويو پروژه وي، چې د راپورونو له مخې يې په سويزرلنډ کې د خپل ښونځي پر مهال سکي وهله.

ورته مطالب