قونو کې د نيلسن منډيلا د ښخېدو مراسم روان دي

Image caption د نيلسن منډیلا د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره لسګونه زره کسان راټول شوي

افریقايي مشران د سويلي افریقا پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا ته د نوموړي د جنازې مراسمو په ترڅ کې درناوی وړاندې کوي.

د منډیلا مړی نن په ختیځ کیپ ایالت کې د خپل ماشوموالي کلي، قونو کې خاورو ته سپارل کېږي.

د سوېلي افریقا اوسني ولسمشر جیکب زوما ویلي، که څه هم د خپلواکۍ پر لور د منډیلا اوږد سفر پای ته رسېدلی، خو په وینا یې افریقايي مشران باید د ده میراث پر مخ یوسي.

نوموړي د نیلسن منډیلا دویمه مېرمن ویني منډیلا له دې امله وستایله چې د بند پر مهال یې د منډیلا مبارزه روانه ساتلې وه.

ښاغلی زوما وايي: ''موږ د ویني مادیکیزېلا منډیلا هلې ځلې ستایو، چې په سختو کلونو کې یې ستا نوم ژوندی وساته او ستا پوره ملاتړ یې وکړ''.

دی وايي کله چې د افریقا پر ملي کانګرس بندیز ولګول شو، نوموړې له چوپ کیناستو انکار وکړ او په زړورتیا یې دغه مبارزه روانه وساتله.

په پام کې ده چې د جنوبي افريقا د پخواني ولسمشر او د اپارتاييد ضد ستر مبارزنېلسن منډېلا مړى نن (يکشنبه) د ختيځ کېپ ولايت قونو کې په خپل پلرني ټاټوبي کې د ځانگړو رسمي مراسمو په لړ کې خاورې ته وسپارل شي.ا

ټکل کېږي د ويلزد شهزاده په گډون شاوخوا ٤٥٠٠ کسان په دغو مراسمو کې گډون وکړي.

ښاغلی منډېلا د ډسمبر پر ۵ مه د خپل عمر په ۹۵ کلنۍ مړ شو.

سپنه کېږدۍ

د نړۍ تر ټولو يوه ښاغلي مشر او سياستوال چې د نړيوالې بې وزلۍ د پاى ته رسولو لپاره يې مبارزه کوله مړى به د کېپ ولايت په يوه خاورين کلي قونو کې خاورې ته وسپارل شي.

Image caption نيلسن منډېلا د ډسمبر پر ۵ مه د خپل عمر په ۹۵ کلنۍ مړ شو

د خاورې سپارلو رسمي مراسم به د هغه د کليوال کور ترڅنگ درول شوې سپېنې کېږدۍ کې پرځاى شي.

مراسمو کې به په سلگونو بهرني ميلمانه هم وي. خو تر ډېره دغه مراسم به شخصي بڼه ولري او د منډېلا اړوند ټمبو توکم د دودونو سره سم به پرځاى کېږي.

د هغه مړى د پوځيانو په بدرگه او زرگونو کسانو په ملگرتيا له پرېتوريا دلته ولېږدول شو اود وروستۍ مخه ښې لپاره کورنۍ ته يې وسپارل شو.

اوس ډېرى فکرکوي چې د نړۍ تر ټولو نوميالى زنداني او د دې هېواد لومړى تور پوستى ولسمشر بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته راستون شوى دى.

يو شميرخلکو د سندرو په ويلو او نڅاو سره قونو ته د ښاغلي منډېلا د تابوت د رسېدو هرکلي وکړ.

د وياړ او خپگان احساس

د قونو خلک خپل پلرني ټاټوبي ته د خپل ژغورنکې د مړي له رسيدا سره د وياړ او خپگان دوه ډوله احساس کوي.

خو يو شميرکسانو بيا شکايت کاوه چې د ښخولو په مراسمو کې د کليوالو خيال نه ساتل کېږي.

د قونو دوو کليوالو په دې اړه وويل: "تاتا منډېلا د پرگنو سړى و.کله چې ژوندى وموږ يې مرکز ته تللو. هره پېښه چې به وه اوهر ډول مراسم چې به و خو د قونو خلک به مرکز ته ورتلل او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه وه.نن چې هغه مړدى موږيې شا ته ټېل ووهلو."

"زه په دې خپه يم چې موږ ددې ځاى خلک يو، موږ يې گاونډيان يو او موږ به تل ورسره يو. په پام کې وه چې لومړى به موږ د خاورې سپارلو مراسموته ځو.خو دوى د جوهانزبرگ خلکو ته اجازه ورکوي او موږ بهرپاتې يو.دې موږ ډېر خپه کړي يو."

په تېرو دريو ورځو کې د جنوبي افريقا دغه پخواني ولسمشر مړی په پرېتوريا کې ايښودل شوی و، چې لږترلږه ۱۰۰ زره کسانو لیدلی، خو ځينې يې په ليدو نه وو توانېدلي.

ورته مطالب