لوران فابيوس د جنيوا د غونډې په اړه 'نهيلی' دی

Image caption د ولسمشر اسد مخالفين وايي بايد نوموړی له واکه لرې شي

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ويلي ، چې د سوريې د کړکيچ د هواري لپاره په جنيوا کې د کېدونکو خبرو په اړه لږ هيله من دی.

لوران فابيوس ويلي فرانسه په سويس کې د راتلونکو مذاکراتو لپاره چې بله مياشت ترسره کېږي هڅې کوي، خو په دې اړه 'زيات شکونه' موجود دي.

د ده په خبره د سوريې مخالفې منځلارې ډلې چې فرانسه ورسره کار کوي، په خورا سخت وضعيت کې دي.

ښاغلی فابیوس وايي په تاسف سره چې نوموړی د سوريې د سولې په اړه په 'بشپړ ډول بدبينه' دی.

ده وویل سره له دې چې ښاغلی اسد ''ډېرې نيمګړتياوې لري، خو نادانه نه دی'' او فرانسه ''نه پوهېږي چې ولې هغه دې ته چمتو شي چې خپل ټول واکونه پرېږدي''.

امريکا، ملګري ملتونه او روسيه له څو مياشتو راهيسې د جنیوا د خبرو لپاره هڅې کوي.

دغه خبري د بشري مرستو رسولو، د جګړې پای ته رسېدو او د سوريې د سياسي بهير د لېږد په موخه ترسره کېږي.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد ويلي چې په اصولو کې په دغه کنفرانس کې له ګډون سره موافق دی، خو مخکې له مخکې هېڅ شرط نه مني او له وسله والو مخالفينو سره له خبرو ډډه کوي.

د ولسمشر اسد مخالفينو ویلي هر ډول سياسي حل بايد د ښاغلي اسد د واکمنۍ په پای ته رسېدو ورسېږي.

مالومه نه ده چې د جنيوا په دغه کنفرانس کې چې د جنورۍ پر ۲۲مه جوړېږي، څوک ګډون کوي.

تيره اوونۍ خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازي په دغه کنفرانس کې ګډون ته ليواله دي.

ورته مطالب