د نېلسن منډېلا مړى خاورو ته سپارل کېږي

Image caption د منډېلا مړى نن قونو کې خاورې ته سپارل کېږي

په پام کې ده چې د جنوبي افريقا د پخواني ولسمشر او د اپارتاييد ضد ستر مبارزنېلسن منډېلا مړى نن ( يکشنبه ) د ختيځ کېپ ولايت قونو کې په خپل پلرني ټاټوبي کې د ځانگړو رسمي مراسمو په لړ کې خاورې ته وسپارل شي.ا

ټکل کېږي د ويلزد شهزاده په گډون شاوخوا ٤٥٠٠ کسان په دغو مراسمو کې گډون وکړي.

ښاغلی منډېلا د ډ سمبر پر ۵ مه د خپل عمر په ۹۵ کلنۍ مړ شو.

د نړۍ تر ټولو يوه ښاغلي مشر او سياستوال چې د نړيوالې بې وزلۍ د پاى ته رسولو لپاره يې مبارزه کوله مړى به د کېپ ولايت په يوه خاورين کلي قونو کې خاورې ته وسپارل شي. د خاورې سپارلو رسمي مراسم به د هغه د کليوال کور ترڅنگ درول شوې سپېنې کېږدۍ کې پرځاى شي. مراسمو کې به په سلگونو بهرني ميلمانه هم وي. خو تر ډېره دغه مراسم به شخصي بڼه ولري او د منډېلا اړوند ټمبو توکم د دودونو سره سم به پرځاى کېږي.

د هغه مړى د پوځيانو په بدرگه او زرگونو کسانو په ملگرتيا له پرېتوريا دلته ولېږدول شو اود وروستۍ مخه ښې لپاره کورنۍ ته يې وسپارل شو.

اوس ډېرى فکرکوي چې د نړۍ تر ټولو نوميالى زنداني او د دې هېواد لومړى تور پوستى ولسمشر بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته راستون شوى دى.

يو شميرخلکو د سندرو په ويلو او نڅاو سره قونو ته د ښاغلي منډېلا د تابوت د رسېدو هرکلي وکړ.

د وياړ او خپگان احساس

د قونو خلک خپل پلرني ټاټوبي ته د خپل ژغورنکې د مړي له رسيدا سره د وياړ او خپگان دوه ډوله احساس کوي . خو يوشميرکسانو بيا شکايت کاوه چې د ښخولو په مراسمو کې د کليوالو خيال نه ساتل کېږي .د قونو دوو کليوالو په دې اړه وويل :

"تاتا منډېلا د پرگنو سړى و.کله چې ژوندى وموږ يې مرکز ته تللو. هره پېښه چې به وه اوهر ډول مراسم چې به و خو د قونو خلک به مرکز ته ورتلل او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه وه.نن چې هغه مړدى موږيې شا ته ټېل ووهلو."

"زه په دې خپه يم چې موږ ددې ځاى خلک يو، موږ يې گاونډيان يو او موږ به تل ورسره يو. په پام کې وه چې لومړى به موږ د خاورې سپارلو مراسموته ځو.خو دوى د جوهانزبرگ خلکو ته اجازه ورکوي او موږ بهرپاتې يو.دې موږ ډېر خپه کړي يو."

په تېرو دريو ورځو کې د جنوبي افريقا دغه پخواني ولسمشر مړی په پرېتوريا کې ايښودل شوی و، چې لږترلږه ۱۰۰ زره کسانو لیدلی، خو ځينې يې په ليدو نه وو توانېدلي.

ورته مطالب