اوکراين سره د اروپايي ټولنې خبرې وځنډېدې

Image caption اروپا پلويو لاريونيانو "امريکا، له تا مننه" نارې وهلې

د اروپايي ټولنې چارواکو له اوکراين سره د يوۀ تړون په اړه چې پراخ سوداگريز او سياسي اړخونه لري، خبرې اترې ځنډولې دي.

اروپايي ټولنه وايي اوکراين خبرو اترو ته کافي ژمن نه برېښي.

دا پرېکړه په داسې يوۀ مهال کې مخې ته راځي چې د اوکراين سلگونو زرو وگړو په پلازمينه کيېف کې د حکومت په خلاف او پلوۍ احتجاجونه کړي.

امريکايي سناتور جان مکين هم حکومت مخالفو احتجاجيانو ته وينا وکړه.

د اروپايي ټولنې د پراختيا کمشنر ستيفن فيولې پر ټوېټر وليکل چې له اکراين سره خبرې اترې ځنډوي، دا ځکه چې د دغه هېواد دريځ پر واقيعيت نه دى ولاړ.

د اروپايي ټولنې دا پرېکړه د اوکراين پر ولسمشر يو گوزار بلل کېداى شي. ښاغلي ينوکوېچ ويلي و غواړي له اروپا سره تړون لاسليک کړي خو ځکه يې ځنډوي چې په دې برخه کې بايد اوکراين ته ښه شرايط ومنل شي.

Image caption په اوکراين کې له اروپا سره د تړون د نه لاسليک کولو په پلوۍ او مخالفت کې لاريونونه وشول

ولسمشر ينوکوېچ پلان لري چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې مسکو ته د سفر وکړي او داسې يو سند لاسليک کړي چې اوکرايني چارواکي يې له روسيې سره مهم لوى سوداگريز تړون بولي.

نن په اوکراين کې له اروپا سره د تړون د نه لاسليک کولو په پلوۍ او مخالفت کې لاريونونه وشول.

سناتور جان مکين اروپا پلويو احتجاجيانو ته چې شمېر يې تر خپلو سيالو لاريونيانو ډېر و وينا وکړه، او هغوى د "امريکا، له تا مننه" نارې وهلې.

حکومت ضد احتجاجيانو له تېرو څه د پاسه دريو اوونيو راهيسې د پلازمېنې کيېف په زړه کې د خپلواکۍ ډگر نيولى او د ولسمشر وېکتور ينوکوېچ د استعفا غوښتنه کوي.

ورته مطالب