د چین کاشغر نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

Image caption د دغې سیمې اړوند رپوټونو تاییدول خورا ستونزمن کار دی، ځکه د چین سخت کنټرول او بندیزونو له کبله په خورا سختۍ د دغې سیمې رپوټونه بهر ته وځي.

د چین سنکیانګ سیمه کې د تاو تریخوالي پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د یوې دولتي رسنۍ په رپوټ کې ویل شوي، چې د یکشنبې په ماښام د سینکیانګ په کاشغر سیمه کې یوه کلي ته نژدې پېښه کې دغه کسان وژل شوي دي.

د یادې رسنۍ په رپوټ کې ویل شوي، چې پولیس سیمې ته د یو شمېر کسانو د نیولو لپاره ورغلل، چې وسله والو کسانو پرې برید وکړ.

دغو کسانو سره چاقوګان او چاودېدونکي مواد موجود وو.

پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۴ کسان وژلي دي. دولتي سرچینو ويلي، چې پېښه کې دوه پولیس هم وژل شوي دي.

سینکیانګ سیمه کې ډېری اوسېدونکي یوغور مسلمانان دي او دغه سیمه کې له دې مخکې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.

چارواکي معمولاً د دغه ډول پېښو پړه پر سخت دریځو اچوي، خو یوغور توکمیزې شخړې او د چین سخت کنټرول د دغه ډول پېښو رامنځ ته کېدو سببونه بولي.

د دغې سیمې اړوند رپوټونو تاییدول خورا ستونزمن کار دی، ځکه د چین سخت کنټرول او بندیزونو له کبله په خورا سختۍ د دغې سیمې رپوټونه بهر ته وځي.

دولتي تیانشیان خبري پورتال ویلي، پېښه کې دوه کسان نیول شوي هم دي.

تېره میاشت دولتي رسنیو ویلي و، چې کاشغر ته څېرمه پولیسو پر مرکز برید شوی، چې دووه پولیس او نهه نور کسان وژل پکې شوي دي.

د اکتوبر وروستیو کې پنځه کسان هغه مهال ووژل شول، چې له باروتو ډک ګاډی د پلازمېنې بیجینګ په مشهور تیانانمن میدان کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته له ننوتو وروسته وچاودېد.

بیجنګ دغه پېښه یو تروریستي برید وباله او ویې ویل، چې د سینکیانګ سخت دریځي په کې لاس لري.

پېښه کې هغه درې کسان هم وژل شوي وو، چې په ګاډي کې دننه ناست وو.

د پولیس په وینا هغه درې کسان د سینکیانګ یوغور لږکۍ قبيلې اړوند وو.

ورته مطالب