عرب پسرلی: لس نااټکل شوې پایلې

د "عرب پسرلي یا "عرب پاڅون" له درو کلونو تېرېدو وروسته، لاهم د منځني ختيځ زیاترې سیمې ناامنې او بې ثباته دي.

ځینو پاڅونونو وکړای شو، هغه واکمن نظامونه ړنګ کړي، چې له لسیزو راهیسې یې پر ولسونو واکمني کوله، او هېچا یې د پرځېدو خوب او خیال هم نه کاوه.

په دې لیکنه کې د بي بي سي د منځني ختيځ خبریالې کیفن کونولي د عر پاڅونونو لسو نااټکل شویو پایلو ته اشاره کړې ده، چې پښتو بڼه یې هدایت الله همیم چمتو کړې ده.

۱. توپان ته سپر شاهي نظامونه

په منځني ختيځ کې شاهي کورنۍ تر اوسه ښې مزې چړچې کوي، خو ځینې نظامونه له روانو پاڅونونو وېره هم لري، لکه اردن او المغرب کې، خو هغه نظامونه چې د عرب پسرلي له څپو سره یې پرې ولړزېدې او بالاخره دړې وړې شول، تر ډېره د کمونیستي مفکورې پر بنسټ ولاړ و، چې یوازې یوه ګوند یې واکمني کوله، او امنیتي بنسټونه یې د ملا تېر و.

په بحرین کې شاهي نظام د ټینګو امنیتي تدابیرو لپاره هرې خوا ته لاسونه واچول، خو نورو شاهي نظامونو بیا له نرمښته کار واخیست.

د قطر چارواکو د کال لومړیو میاشتو کې د کارکوونکو د معاشونو زیاترو په سیاست د ولس څه-ناڅه رضایت ترلاسه کړ، چې ګني د عرب پسرلي د توپان څپې شاید له دغه هېواده په څنګ تېرې شي. د خلیج هېوادونو ترهېدلي پاڅون ګاونډیو هېوادونو ته سرایت وکړ، د خلیج زیاتره کارکوونکي ناخلیجي بهرني وګړي دي، خو که چېرې له خپلو کارونو شکایت وکړي، شاید په اسانۍ سره خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي.

شاید دا هم لیرې نه وي، چې په دغه سیمه کې ولسونه پر واکمنو پورې نښتي دي، داسې تړاو چې په نورو ګاونډيو هېوادونو شاید د ظالمو واکمنو دا ځانګړتیا نه وي.

۲ . امریکا نور دغه لوبه نه شي مهارولی

عرب پاڅون د امریکا لپاره ګټور تمان نه شو، په لومړي سر کې واشنګټن په دې خیال پلو کې و، چې ګني منځني ختيځ کې یې د کبانو نیولو لپاره اوبه خړې کړې، چې د مصر، اسرائيلو او سعودي عربستان په څېر هېوادونو کې له ایتلافونو شاید نوره ګټه پورته کړي. خو دا یې له کنټروله ووتله، چې د مصر په څېر یوه هېواد کې پرله پسې پېښې مهار کړي، چې بالاخره د منتخب ولسمشر محمد مرسي لیرې کېدو دا لوبه نوره پسې پېچلې کړه.

خو د منځني ختيځ د عرب پسرلي څپو راوتلو کې د اوباما اداره ځکه نه شي ملامتېدای، چې واشنګټن د ټاکنو پلوي کوي، خو په مصر کې یې دا هم نه شوای زغملی، چې ګني د ټاکنو له لارې دې د اخوان المسلمین ګوند په غوڅ اکثریت د ولسمشرۍ څوکۍ وګټي.

همداشان (لږترلږه په یوویشتمه پېړۍ کې یې له پوڅي کودتا هم ښه نه راتلل)، خو د واشنګټن واکمن ځکه ارامه وو، چې مصر کې د یوه داسې پوځ په ملاتړ نظام راتلونکی دی، چې له اسرائيلو سره تل د سولې پر مفکوره ولاړ وي.

امریکا لاهم د نړۍ لوی قوت دی، خو منځني ختيځ هېڅکله نه شي هېرولی، ترکیې هم مصر کې د اخوان المسلمین ملاتړ وکړ، خو په سوریه کې له پاڅون کوونکو په ملاتړ کې یې له ځیرکتیا کار واخیست.

۳ سنیان د شیعه ګانو پروړاندې

په سوریه کې د حکومت پرضد بې وسلې لاریونونه ډېر ژر د حکومت وسله والو مخالفانو بڼه غوره کړه، چې اصلي لامل یې د حکومت قاتلانه چلند و، جګړه بیا پر کورنۍ او فرقه ییزو بریدونو واوښته، چې دواړه غاړې پر خپلو کامیابیو او ارامۍ بې باورې دي.

په داسې حال کې چې په سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ تاوتریخوالی او شخړه پراخېدونکې ده، ایراني شیعه ګان او د سعودي سنیان په سوریه کې په وکالتي او ضمانتي توګه جګړه کوي.

همدا لامل دی چې د دغو دواړو ډلو ترمنځ درز ډېر پراخ شو، چې ان د تاو څپه یې د عراق فرقه ییزو شخړو ته هم ورسېده.

۴ ایران ګټونکی

په لومړي سر کې هېڅوک نه پوهېدل چې له عرب پسرلي به تر ټولو ایران ډېره ګټه اخلي. د پاڅونونو لومړیو کې ایران پخپلو کورنیو ستونزو کې راګیر و، په تېره بیا کله چې لوېديځ اقتصادي بندیزونه پرې ولګول. خو اوس ټولو ته عیانه ده، چې د ایران له موافقې پرته سوریه کې ارامي راتلل ناممکن دي.

له ایران سره د امریکا خبرو او نژدېوالي د سعودي عربستان او اسرائيلو غوسه راوپاروله.

۵ ګټونکي زیانمن دي

په دغه روانه لوبه کې د ګټونکو/ماتېدونکو ټاکل تېر ایستونکې خبرې دي. راځئ چې د مصر پر اخوان المسلمین لنډ نظر واچوو، چې د حسني مبارک له راپرځېدو وروسته ټاکنو کې یې غوڅ اکثریت وګاټه. تر ۸۰ کلن پټ کار وروسته، دغې ډلې په منځني ختيځ کې تر ټولو د یوه لوی حکومت جوړولو ته مټې راونغښتې، داسې حکومت چې د دوی پر بنسټ او نظریو ولاړې مفکورې او سیاست ولري.

خو په مصر کې پوځ اخوان المسلمین ډېرې واکمنۍ ته پرې نه ښودل، بېرته یې جلاوالي ته ګوښه کړل، او ان د "ناقانونه ډلې" حکم یې هم ورباندې وکړ، او ګڼ مشران یې بندیان او محاکمې ته برابر کړل.

له تېر یوه کال راهیسې، اخوان المسلمین ګوند ته د بریاليو په سترګه نظر کېده، خو اوس دا نظریه اوښتې ده.

دا خبره د قطر لپاره هم د خوښۍ نه وه، قطر په لیبیا کې هم د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړ، تمه یې دا وه چې په سیمه کې د قطر مطابق تګلاره پراخه شي، خو پایله یې سرچپه راوختله.

۶ کردان ګټمن شول

په اوسني وضعیت کې د عراق کردستان کردان بریالي ووتل، بلکې شاید د دوی هغه خوب هم رښتیا شي، چې له ډېر وخت راهیسې یې په انتظار وو، د یوه کوردي حکومت جوړېدل. دوی د عراق شمال کې اوسېږي، چې تر ډېره په تېلو بډایه سیمه ده، او له قوي ګاونډي ترکیې سره خپلواک اقتصاد هم جوړولی شي. کردان ځانګړی بیرغ، ملي سرود او پوځ لري.

شاید کردستان په عراق کې د عراق له تجریې ګټه اخیستونکی شي.

خو په عین حال کې کردان خوندي هم نه دي، ځکه چې له ترکیې، ایران او سوریې سره پر پوله پراته دي، خو د اربیل په څېر ښارونو کې کردان تر ټولو له ډېر پرمختګ او ازدۍ برخمن دي.

له عرب پسرلي مخکې کردستان کې د بدلون د څپو نښې پيل شوې وې، خو په سیمه کې روان بدلون د دوی په ګټه تمام شو.

۷ ښځه قرباني شوه

لږترلږه تراوسه د عرب پسرلي بدلونونه د ډېرو پرزیان تمام شول، د مصر تحریر ډګر کې د لاریون کوونکو په منځ کې داسې مېرمنې هم وې، چې د خپلو سیاسي حقونو ترڅنګ یې د شخصي ازادیو غوښتنې کولې.

خو دا کار د دوی پر زیان تمام شو، پر مېرمنو جنسي تېري وروستي او وېروونکي حد ته ورسېدل. د ټامسن رویټرز بنسټ وروستۍ سروې ښوولې، چې مصر ان د سعودي عربستان په پرتله عربي نړۍ کې د ښځو لپاره تر ناوړه هېواد دی.

هلته له مېرمنو سره جنسي تاوتریخوالی کېږي، په کورنۍ کې سمه معامله نه ورسره کیږي، نه هم په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې ونډه ورکول کیږي.

۸ د ټولیزو رسنیو رول

د احتجاجي خوځښتونو په پیل کې لوېديخې رسنۍ هم هک پک پاتې وې، چې ګني پاڅون کوونکو نوښتګر کارونه وکړل، د خواله د رسنیو (فیسبوک+ټویټر) له لارې یې هره شېبه خپل پلویان خبرول، همدا لامل شو، چې لوېديځ کې خبریالان پر ټولیزو رسنیو او وېبپاڼو ور غونډ شول.

ټولیزې رسنۍ د سعودي عربستان په څېر هېوادونو کې چې پر ښکاره فعالیتونو او د حکومت پر مخالفت بندیز دی، مهمه ونډه لري.

د مصر د زړه یو جراح ډاکټر باسم یوسف، چې د پاڅون پرمهال د تلوېزیون د یوه کومیډي پروګرام پر چلوونکي بدل شو، دا کیسه بیخې بلې خوا ته بوتله، یوسف پر انټرنېټ خپل فعالیتونه ډېر کړل چې بیا وروسته یې نړیواله بڼه غوره کړه، همدا وو چې د "مصر جان سټیوراټ" لقب یې غوره کړ.

خو ددغو دواړو شخصیتونو ترمنځ ښکاره توپیر شه، سټیوارټ په امریکا کې ځان مشهورول غوښتل، خو یوسف بیا د مصر پر نويو چارواکو له ملنډو ډکه خپرونه چلوله، اسلامپالي یې هم پرې نه ښودل، مصر کې یوسف ډېر مشهور او مینه وال یې وموندل، خو د چارواکو غوسه یې وروستي حد ته ورسوله. همدا وو چې د باسم یوف تلوېزیوني فعالیتونه یې ودرول.

۹ . د دوبۍ د شتمنیو څپ څپانده کېدل

په منځني ختيځ کې روان کړکېچ او پاڅونونه تر خپل حد واوښتل، داسې نظریه هم وه، چې ګني د دوبۍ د پېر او پلور ګرم بازار ته شاید د دغو پاڅونونو تاو ورسېږي، او د نړۍ هغه شتمن د خپلو ګټو په وېره کې شي، چې دوبۍ کې کاروبار، کورونه او ان کورنۍ لري.

۱۰ صفر شمېره مربع

د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د منځني ختيځ لپاره د برتانیا او فرانسې نقشه په تیت پرک کېدو شوه، د سوریې او عراق په څېر هېوادونو برخلیک لاهم نامالوم دی، چې څه به کېږي، ایا پر خپل شکل به پاتې شي او که به راتلونکو پنځو کلونو کې تجریې ته برابر شي؟

همداشان، د لیبیا په اړه هم سړی اټکل نه شي کولی، خو دومره یې وکړل، چې د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې مخه یې تر یوه حده ونیوله.

د برتانیا وسله وال هوايي ځواک او فرانسه د لیبیا د مخکني نظام په ړنګولو وتوانېدل، خو د هیواد ټیکاو او دیموکراسۍ ټينګولو کې پاتې راغلل.

نړۍ ته د عبرت یو بل قدیمي درس هم پاتې دی، هغه دا چې د پاڅونونو د پایلو وړاندوېینه نه شي کېدی، بلکې تر کلونو پورې د غځېدو امکان یې شته.