''د عباس خان خوشې کولو کې حکومت ناغيړي کړې''

Image caption عباس خان د ملکي ټپيانو د درملنې لپاره سوريې ته تللی و

برتانيا پر بهرنيو چارو وزارت له دې امله نيوکه شوې، چې د برتانوي ډاکټر عباس خان په خوشې کولو کې يې ډېر څه نه دي کړي.

ښاغلی خان چې د هډوکو متخصص و او د لندن په سويل کې اوسېده سوريې ته له رسېدو ۴۸ ساعته وروسته ونيول شو.

دغه ډاکټر له هغه يوازې څو ورځې وړاندې په زندان کې مړ شو، چې ټاکل شوې وه خوشې شي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو مرستيال وزير هيو رابرټسن وويل دی په داسې حالاتو کې مړی شوی چې ډېر شکونه ترې راتاو دی.

عباس خان له څه د پاسه يو کال راهيسې په سوريه کې بندي و.

عباس خان د ملکي ټپيانو د درملنې لپاره سوريې ته تللی و.

د سږکال په لومړيو کې د ډاکټر عباس مور د دمشق په يو روغتون کې خپل زوی موندلی و، چې وزن يې يوازې ۳۲ کيلو ګرامه و.

ده د تګ ډېر لږ توان درلود او ادعا يې کوله چې په زندان کې ربړول شوی دی.

د سوريې يوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ويلي، عباس خان په خپله ځان وژلی، خو کورنۍ يې بيا بي بي سي ته ويلي دوی پر دې خبره باور نه کوي.

ورته مطالب