د عراق ځانمرګو بریدونو ۳۶ شیعه زیارت کوونکي وژلي

Image caption خبریالان وايي، د عراق ګاونډ سوریه کې تاوتریخوالی نېغ په نېغه د عراق پر ناامنیو اغېز کوي، په تېره بیا هلته په وروستیو کې د فرقه ییزو ناامنو کچه وروستي حد ته رسېدلې ده.

عراقي سرچینې وايي د پلازمېنې بغداد په سوېل کې ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۳۶ شیعه زیارت کوونکي وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

امنیتي سرچینې وايي، یوه ځانمرګي برید کوونکي په سني مېشتې سیمې الدوره کې ځان الوځولی، چې لږترلږه ۱۷ کسان یې وژلي ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، شیعه زیارت کوونکي کربلا ښار ته روان وو، چې د امام حسین د مړینې یادغونډه کې ګډون وکړي.

دویمه چاودنه د بغداد سوېلي سني مېشته اللطیفه سیمه کې د شیعه زیارت کوونکو په منځ کې شوې ده.

درېیمه چاودنه بیا الیوسفیه سیمې ته څېرمه شوې، چې لږترلږه ۹ کسان پکې وېل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

پر شیعه زیارت کوونکو عراق کې پرله پسې بریدونه شوي دي.

په یوه بله پېښه کې وسله وال د ویښتابه ځواکونو د یوه قومندان کور ته ورغلي، چې د قومندان په ګډون یې د هغه مېرمن، خور او دوه ماشومان وژلي.

پېښه د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ ابي غریب سیمه کې شوې، چې تر ډېره په کې سنیان مېشت دي.

خبریالان وايي، د عراق ګاونډ سوریه کې تاوتریخوالی نېغ په نېغه د عراق پر ناامنیو اغېز کوي، په تېره بیا هلته په وروستیو کې د فرقه ییزو ناامنو کچه وروستي حد ته رسېدلې ده.

له ۲۰۰۸ وروسته په عراق کې د ناامنیو کچه ډېره شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې یوازې روان کال کې نژدې ۸ زره کسان وژل شوي.

ورته مطالب