تر ټولو گران بيه کور ٤١٠ ميليونه ډالره غواړي

پلور ته وړاندې شوي کورونه
Image caption کارپوهان وايي ښه اقتصاد، ثبات او موقعيت د کورونو د بيو پر لوړېدا اغېز لري

يوه نوې سروې ښيي چې د نړۍ په تر ټولو هغو گران بيه لسو کورونو کې درې په لندن کې دي چې اوس پېرېدونکى پسې غواړي.

شپږ په متحدو ايالاتو کې او يو د ترکيې په استانبول کې دى.

دوه تر ټولو ډېر گران بيه په لندن کې دي.

د لندن په زړه سنټ جېمز سيمه کې د کارلټن هاوس ټېرس په نامه استوگن ځاى د ٤١٠ ميليونه ډالرو په ارزښت بازار ته وړاندې شوى دى.

همدې سيمې ته نژدې د لندن په کينزينگټن پلس گارډنز سيمه کې د سعودي شهزاده عبدالعزيز بن فهد کور هم پېرودنکى پسې غواړي او بيه يې ١٦٤ ميليونه ډالره ده.

دغه کوڅه په لندن کې د ميلياردرانو په نامه ياديږي چې خورا شتمن په کې شپې ورځې سبا کوي.

د پېرودونکو په لټه بازار ته وړاندې شوى دريم تر ټولو گران بيه کور د امريکا په لاس انجلس ښار کې دى.

د اولووډ ايسټيټ په نامه د دغه استوگن ځاى څښتن ١٥٠ ميليونه ډالره غواړي چې د دغې ماڼۍ کيلي پېرودونکي ته وسپاري.

د کورونو په پېر و پلور بوخت کسان په دې گوته په غاښ نه دي چې ولې د لندن او نيويارک ډېر کورونه د تر ټولو گران بيه استوگن ځايونو په کتار کې راغلي دي.

د دوى په گومان ښه اقتصادي وضعيت او د کورونو د بيو ثبات لوى دليل دى چې په دغو ښارونو کې د کورونو بيې لوړې دي.

لاس انجلس د هاليوډ فلمونو له امله، دالس د تيلو د صنعت له کبله او استانبول د خپل موقعيت په برکت داسې ښارونه دي چې شتمن ورماتيږي او د کورونو بيې په کې لوړې دي.

د تر ټولو گران بيه کورونو په کتار کې په اتم نمبر د استانبول د ذکي پاشا ماڼۍ ده چې ١١٥ ميليونه ډالره غواړي.

دغه ماڼۍ ١٥٠ کاله پخوا جوړه شوې ده.

هيله دا ده چې دغه کورونه به په ٢٠١٤ کال کې پېرودونکي ومومي.

ورته مطالب