م م: برما کې د کوکنارو تولید بیا ډېر شوی

Image caption دغه زیاتوالي کال پر کال ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي. ملګري ملتونه

ملګري ملتونه وايي، برما کې سږ کال د کوکنارو تولید له دې کبله پام وړ ډېر شوی، چې بزګران د عاید لپاره بدیله سرچینه نه لري.

ملګرو ملتونو اداره اټکل کوي، چې برما کې به د ۲۰۱۳ تر پایه د کوکنارو تولید کچه ۸۷۰ ټنو ته ورسېږي.

دا په کلنۍ کچه پرله پسې اووم زیاتوالی دی، چې له کبله یې برما له افغانستانه وروسته د کوکنارو تولید لړ کې له افغانستانه وروسته دویم ځای تر لاسه کړی دی.

ملګري ملتونه په سیمه ییزه توګه د هیروینو ډېرېدونکې تقاضا او دغه راز د عاید تر لاسه کوونکی بدیل کښت نشتوالي د کوکنارو کروندو پراخېدو سبب بولي.

د جرمونو او مخدره موادو مخینوي لپاره د ملګرو ملتونو اړوند ادارې یو این او ډي سي، مسوولین د سویل ختیځې اسیا په باب خپله کلنۍ سروې کې وايي دغه زیاتوالي کال پر کال ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

سروې جوتوي، دغه حالت د بدیل عاید لرونکي کښت لپاره د هڅو ډېرولو اړتیا په ګوته کوي.

Image caption د کوکنارو تولید کچه د پولې پر سر پرتو جګړه ځپلو ایالتونو کې ډېره شوې.

د یو این او ډي سي مشرتابه پلاوي یوري فېدوتوف په یاد رپوټ کې وايي:

' له غذايي خوندیتوبه بې برخې او بیوزله کلیوال خلک له وس سره سم بدیل ته اړتیا لری، که نه دوی به همداسې دغه عاید لرونکی کښت کري او د مخنیوي لپاره به یې ناهیلي موجوده وي.'

ملګري ملتونه وايي، په دوو سیمو، شان ایالت، چې زیاتوالی پکې ۹۲ سلنه دی او کاچین ایالت کې د دغې کروندې زیاتوالی متمرکز دی.

دواړه سیمې پولې ته څېرمه پرتې دي چې د اوږده مهال لپاره د لږکیو ډلو له لوري د ډېرې داخلي خپلواکۍ تر لاسه کولو لړ کې جګړې ځپلې دي.

ورته مطالب