سویلي سوډان کې پوځ وايي درنه جګړه شوې

Image caption ملګرو ملتونو ویلي د ناتاييد شويو راپورونو پر بنسټ د وسله والو ډلو ترمنځ نښتو کې ښايي له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

د سویلي سوډان پوځ وايي د پخواني تښتیدلي مرستیال ولسمشر له پلوي یاغیانو سره د درنې جګړې په پایله کې یې د بار ښار کنټرول له لاسه وتلی.

ملګري ملتونه وايي د دې ښار په جګړه کې چې د پلازمېنې جوبا په سویل کې شوې، لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي دي.

د بار ښاروال بي بي سي ته ویلي په ښار کې سخته ویره خوره وه. په دې ښار کې دوې لسیزې وړاندې په قومي نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د سویلي سوډان ولسمشر سلوا کیر ویلي دی له ښاغلي مچار سره د څلور ورځنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره چمتو دی.

د سویلي سوډان ولسمشر پر مچار تور لګولي چې غوښتل یې پوځي کودتا وکړي خو مچار دا تور رد کړی دی. له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر جرارد ارود ویلي و، داسې ښکاري چې په جنوبي سوډان کې د قومي شخړو پراختیا د کورنۍ جګړې لامل شي.

ښاغلي ارود بي بي سي ته وویل ملګرو ملتونو داسې راپورنه ترلاسه کړي چې د یکشنبې په ورځ د کودتا تر هڅې وروسته سلګونه کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي د ناتاييد شويو راپورونو پر بنسټ د وسله والو ډلو ترمنځ نښتو کې ښايي له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.

د دسمبر نیمايي کې له سوډانه په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي وو، د دغه هېواد پولو ته څېرمه دارفور سیمه کې د دوو قبیلو تر منځ د نښتو له کبله نژدې ۱۰۰کسان وژل شوي دي.

د دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې د شنبې په ورځ د میصریه او سلامت قبیلو تر منځ د سویل لوېدیځ ښار ام کوخون په شاوخوا کې نښتو دوام درلود.

نورو رپوټونو کې ویل شوي، په وژل شویو او ټپیانو کې د چاډ سرتېري هم شامل دي، چې له سوډاني هغو سره د خپلې ګډې پولې اوږدو کې ګزمې کوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د دواړو ډلو تر منځ د نښتو له کبله د سیمې شاوخوا کې زرګونه خلک د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب