څېړنه: عمر خوړلو کسانو ته هره ورځ یوه مڼه کافي ده

Image caption شمېرې ښيي درې پر څلور بالغ وګړي د ورځې پنځه ځلې مڼې او نوره سبزي هغسې نه خوري لکه ډاکټران یې چې سپارښتنه ورته کوي.

په برتانیا کې یوې څېړنې ویلي، چې تر پنځوسو کلونو د لوړ عمر کسانو لپاره هره ورځ یوه مڼه خوړل شاید د زړه د ناروغیو او له کبله یې د مړینې مخه ونیسي.

دوی دا هم ویلي، چې هره وځ یوه مڼه خوړل د وینې د پرڼ کېدو مه نیسي، چې هر کال د زړه د ناروغیو له کبله نژدې ۸۵۰۰ برتانویان مري.

د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو ویلي، مڼه د وینې د رګونو د پرانیستلو او د زړه د روغتیا په سمه ساتنه کې مهمه ده.

دوی وايي، چې مڼه ان د ستاتین په څېر درملو اغېز لري، خو هېڅ جانبي عوارض نه لري.

شمېرې ښيي درې پر څلور بالغ وګړي د ورځې پنځه ځلې مڼې او نوره سبزي هغسې نه خوري لکه ډاکټران یې چې سپارښتنه ورته کوي.

د څېړنې له مخې، که چېرې د بېلابېلو عمرونو لرونکي کسان هره ورځ سبزي او مېوه وخوري، نو د کابل به د وینې د پرڼ کېدو او د زړه د ناروغیو ۱۱۰۰۰ کچه ډېره راټيټه شي.

‎ډاکټران وايي، د پخوانیو حکیمانو دا وینا ډېره رښتیا ده چې "هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له تګ ژغوري"، خو د هغو کسانو لپاره د مڼې خوړل بیا ډېر ضروري دي، چې عمرونه یې تر پنځوسو کلونو اوښتي او د زړه یا وینې د پرڼ کېدود له ستونزو کړیږي.

دغه څېړنه پر یو لړ عملي تجربو ولاړه ده، چې سلګونه زره ناروغانو او طبي څېړنې پکې ښکېلې وې.