هند وايي امریکا باید بښنه وغواړي

Image caption هندۍ ديپلوماته دیویاني کهوبرا ګاړۍ د تېر جمعې په ورځ یوې محکمې ته بوتلل شوه او د دوه لک او ۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ضمانت خوشي کړای شوه.

هندوستان وايي امریکايي چارواکو له یوې هندي ديپلوماتې سره ناوړه چلند کړی، چې په وینا یې د امریکا خواشیني څرګندول کافي نه دي باید بښنه وغواړي.

د هندوستان د پارلماني چارو وزیر کمال نات په ډیلي کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل تر هغه چې امریکا خپله تېروتنه ونه مني او بښنه ونه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ترینګلې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د تېرې چهارشنبې په ورځ له هندي چارواکو سره په تېلېفوني خبرو کې له هندۍ دیپلوماتې سره د امریکايي چارواکو د چلند په اړه خواشیني څرګنده کړې وه.

هندۍ ديپلوماته دیویاني کهوبرا ګاړۍ د تېرې جمعې په ورځ یوې محکمې ته بوتلل شوه او د دوه سوه او ۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ضمانت خوشې کړای شوه.

د هغې وکیل ډانیال ارشیک خبریالانو ته وویل چې له هغې سره څه ډول چلند شوی و:

''لاسونو ته یې زولنې اچول شوې وې، لغړه تالاشي شوې وه او په یوې کوټې کې اچول شوې وه، دغه ډول چلند له هغې سره شوی و او په دې ټوګه ورته سپکاوی شوی و''.

وکیل زیاته کړه چې اغلې ګاړۍ یوه پیاوړې ښځه ده او دا هرڅه یې شاته پرېښې او اوس خپلو چارو ته دوام ورکوي.

خو د هندوستان د پارلماني چارو وزیر کمال نات زیاتوي چې د امریکايي چارواکو چلند دوی ډېر سخت خپه کړي او باید امریکا ومني چې تېروتنه یې کړې او که داسې ونه کړي نو د امریکا او هند اړیکې به ترینګلې وي.

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید ویلي و چې غواړي باوري کړي چې د دې پیښې له امله د هند او امریکا اړیکې خرابې نه شي.