خدرکوفسکي له زندانه خوشی شو

Image caption ميخايل خدرکوفسکي تر لس کلن بند وروسته خوشی شو

پخوانی روسی پانګوال میخایل خدرکوفسکي د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر بښنې وروسته له زندانه خوشی شو.

د نوموړي مدافع وکیل وويل ښاغلي پوتین څه موده وړاندې د بشري اصولو پر بنسټ د خدرکوفسکي د بښنې په اړه فرمان لاسلیک کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي میخایل خدرکوفسکي برلین ته رسېدلی دی.

د نوموړي ناروغه مور په جرمني کې اوسېږي.

ولسمشر پوتین د پنجشنبې په ورځ( ډسمبر ۱۹مه) وویل د تېلو پخواني پانګوال له دې امله چې مور یې ناروغه ده، له ده د بښنې غوښتنه کړې ده.

خدر کوفسکي لس کاله په زندان کې وو.

دی د ماليې نه ورکولو او غلا په تور زنداني شوی و.

نوموړي سیاسي مخالفو ګوندونو ته پیسې هم ورکولې او د ولسمشر پوتین منتقد و.

ناڅاپي خبر

د بښنې فرمان تر هغه وروسته راځي چې د روسیې پارلمان ځینو غړو د شاوخوا ۲۰۰۰۰ بندیانو خوشي کېدل وغوښتل.

شنونکي وایي ښایي ولسمشر پوتین هڅه وکړي د ژمنیو المپیک لوبو په درشل کې هغه نړیوالې نیوکې راکمې کړي چې د روسیې د بشري حقونو په برخه کې پرې کېږي.

ژمنۍ المپیک لوبې را روانه فبروري د سوچي په تفریحي ښار کې کېږي.

د خدرکوفسکي مدافع وکیل ویلي هغه د کریلیا په شمال لوېدیځه سیمه کې له زندانه وتلی دی.

بښنه

Image caption د خدرکوفسکي مور وایي د خپل زوی له خوشي کېدو او د بښنې له غوښتو یې نه وه خبره

د میخایل خدرکوفسکي مور وایي هغه د تلویزیون له لا رې خبره شوه چې زوی یې خوشی کېږي.

نوموړې وړاندې د بي بي سي روسي څانګې ته ویلي و، نه ده خبره چې زوی یې له ولسمشره د بښنې غوښتنه کړې ده.

ښاغلی خدرکوفسکي چې د ډېرو لخوا د سیاسي بندي په سترګه ورته کتل کېږي او له ډېرې مودې راهیسې ټینګار کوي چې بیګناه دی، په پام کې وه چې راتلونکې اګست میاشت کې له زندانه خلاص شوی وای.

۵۰ کلن خدرکوفسکي او د هغه ملګری پلاتون لېبېدېف په ۲۰۱۰م کال کې د تېلو په غلا او پيسو سپينولو په تور ګرم وبلل شول.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د دوی پر محاکمې نیوکه کړې خو دا ادعاوې یې رد کړې دي چې ګواکې دا محاکمه سیاسي رنګ لري.

د ړنګ شوي "یوکوس" په نوم د تېلو شرکت پخوانی مشر یو مهال د روسیې تر ټول شتمن کس و.

د خدرکوفسکي مور ناروغه ده او ولسمشر پوتین وایی ځکه هغه له زندانه خوشی کوي

د جمعې په ورځ په مسکو کې ولسمشر پوتین خبریالانو ته وویل پخوا یې له ښاغلي خدرکوفسکي د بښنې په اړه غوښتنه نه وه تر لاسه کړې.

ښاغلی پوتین وایي په دې وروستیو کې یې له ما په لیکلې بڼه داسې غوښتنه کړې وه.

"هغه لس کاله په زندان کې و. دا یوه جدي سزا ده، خدرکوفسکي په خپله غوښتنه کې بشري مسلې ته اشاره کړې او مور یې ناروغه ده."

ښاغلی پوتین وایی "زه فکر کوم دغو شرایطو ته په پام سره به ډېر ژر د هغه د بښنې په اړه فرمان لاسلیک شي."

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي د بښنې په اړه دا غوښتنه پخپله خدرکوفسکي لاسلیک کړې ده.

خو د خدرکوفسکي مدافع وکیل وادیم کلویفګانت د روسيې خبري اژانس "ریا نووستي" ته ویلي، "ده غوښتنه نه ده لیکلې او موږ دا معلومات نه لرو چې بل چا دې د ده په استازیتوب داسې غوښتنه استولې وي."

"له موږ سره داسې معلومات نشته، که څه هم له اوږدو کلونو راهیسې ډېرو کسانو د هغه د بښنې غوښتنې کړې دي."

سیاسي فعالیت

هغه نه یوازې شتمن و، بلکې سیاسي نفوذ یې هم لاره.

سیاسي ګوندونو ته یې پيسې ورکولې او د ولسمشر پوتین منتقد و.

د دې ترڅنګ یې د مکسوفسکي نووستي مشهوره ورځپاڼه هم خپله کړه.

میخایل خدرکوفسکي د ۲۰۰۳م کال په اکتوبر کې د درغلیو او مالیې کې د ټګيو په تور ونیول شو.

په ۲۰۰۵م کال کې زندان ته واستول شو او باید په ۲۰۱۱م کال کې له زندانه خوشی شوی وای خو په ۲۰۰۹ م کال کې بیا د هغه د بند موده تر ۲۰۱۷م کال پورې وغځېده.

ښاغلي خدرکوفسکي د هغه مهال د یاکوس په نوم د تېلو شرکت او د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د دولتي شتمنیو د خرڅلاو له له لارې ۱۵ میلیارده ډالر وګټل او په روسیه کې تر ټولو شمتن سړی و.

ورته مطالب