چين د جاپان نوې امنيتي ستراتيژي غندلې ده

Image caption چین او جاپان د چین سمندر په ختیځ کې د یو شمېر ټاپوګانو پر سر لانجه سره لري

چین د جاپان د ملي امنيت نوې ستراتيژي غندلې او دغه هېواد يې تورن کړی چې ګواکې غواړي پوځي حضور پراخ کړي.

د چین د دفاع وزارت یوه ویاند ګنګ یاشېنګ وویل په دفاعي برخه کې د جاپان د لګښتونو زیاتول به په سیمه کې کړکيچونه ډېر کړي.

ده ويلي د جاپان امنيتي پاليسي به د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اندېښنې لا پسې زياتې کړي.

تېره اوونۍ جاپان وويل دوی به د بې پيلوټه الوتکو په ګډون داسې ګاډي وپېري چې هم په وچه او هم په اوبو کې کار ورکړي.

جاپان وايي پلان لري په راتلونکو پنځو کلونو کې د پوځي توکو د اخیستلو او سمبالولو په برخه کې تر ۲۳۰ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ولګوي.

جاپان دغه اعلان پر داسې مهال کوي، چې توکيو او بېجنګ د چين په ختيځ کې د يو شمېر ټاپوګانو پر سر چې دواړه يې د ځان بولي ناندرۍ وهي.

تر دې څو اوونۍ وړاندې چين د هېواد په خيتيځ کې د لانجمنو ټاپو شاوخوا سيمو کې د هوايي دفاعي زون اعلان کړ.

چين له امريکا جاپان او نورو هېوادو وغوښتل، که الوتکې يې د دغو ټاپوګانو پر هوا تېرېږي بايد هوايي اصول مراعات کړي.

چین او جاپان د چین سمندر په ختیځ کې د یو شمېر ټاپوګانو پر سر لانجه سره لري.

ورته مطالب