د امريکايي قراردادي ادوارد سنودن نوې افشاګري

Image caption ادوارد سنوډن اوس په روسيه کې موقتي پناه اخیستې ده

د امريکا د تښتېدلي امنيتي قراردادي ايدوارد سنودن له خوا رسنيو ته راوتلي نوي اسناد د هغو څارنيزو اقداماتو پراختيا په ډاگه کوي چې د امريکا او برتانيا د استخباراتي ادارو له خوا ترسره کېدل.

د وروستيو برسېره کېدنو له مخې، ادعا کېږي چې په دغو څارل کېدونکو هدفونو کې اسراييلي چارواکي، د افريقايي دولتونو مشران او د اروپايي ټولنې هغه چارواکي راځي چې د امريکايي شرکتونو په اړه يې د پلټنو دنده پر غاړه وه.

نوي اسناد چې د گارډين او نيويارک ټايمز ورځپاڼو او د جرمني د شپيگل مجلې له خوا خپاره شوي ښيي چې تر ۶۰ ډېر هېوادونه په يو ډول د امريکا د ملي امنيتي ادارې (NSA) او د برتانيا د استخباراتي مرکز GCHQ له پلټنو او څارنو سره مخامخ و.

له بروکسل نه اييان واټسن په خپل رپوټ کې وايي، اروپايي ټولنې د برتانيا د استخباراتي ادارې GCHQ له خوا د سياليو په چارو کې د خپل کمېشنر خوآکين المونيا پر څارنې خورا سخت غبرگون ښودلى دى.

د ټولنې يوې وياندې وويل که دغه تورونه رېښتيا وخېژې، نو د خورا کلکې غندنې وړ دي.

هغې زياته کړه چې دا هسې يو چلند دى چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه خو لا پرېږده، چې له ستراتيژيکو ملگرو يې هم تمه نه شي کېداى.

ښاغلى المونيا په وروستيو کلونو کې د سيالۍ او محرميت پر مسالو د مايکروسافټ او گوگل په څېر گڼ ملتيزو شرکتونو سره په خورا ډاگيزو دعوو اخته و.

د نيويارک ټايمز په ليکنه د برتانيا GCHQ د بهرنيو هېوادو او په دې ډله کې د افريقايي هېوادو د مشرانو او کله کله د هغوى د خپلوانو کړه وړه تر نظر لاندې ساتل.

ورځپاڼې ليکلي چې د ځينو اسراييلي چارواکو او په دې ډله کې د يوه "پخواني صدراعظم" برېښناليکونه تر نظر لاندې ساتل کېدل.

ورته مطالب