محمد مرسي پر زندان د برید په تور محاکمه کېږي

Image caption د محمد مرسي تر څنګ د حماس او حزب الله ۷۰ غړي محاکمه کېږي.

د مصر لرې کړای شوی ولسمشر محمد مرسي له ۱۳۲ نورو کسانو سره چې د حزب الله او حماس غړي دي په مصر کې په یوه زندان د برید سره د همکارۍ په تور تر محاکمې لاندې دی.

د حزب الله او حماس په ګډون د لبنان او فلسطین د وسله والو ډلو کم ترکمه ۷۰ غړي به په غیابي توګه محاکمه کېږي.

څارنوالان وایي چې ښاغلي مرسي د دغو ډلو د جنګیالیو په مرسته د وادي النطرون له زندانه د څو زره تنو اسلام پالو زندانیانو له خوشي کېدو سره مرسته کړې ده.

د حماس او حزب الله څو تنه چې د مصر په زندان کې بندیان وو، په هېواد کې د ناکراریو په ترڅ کې له زندانه وتښتېدل.

دا پېښه د ۲۰۱۱م کال د جنوري په ۳۰مه د حسن مبارک د حکومت پرضد لاریونونو کې رامنځ ته شوه چې د محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلیمن د ډلې یو شمېر غړي په تېښته بریالي شول.

د حسن مبارک د واکمنۍ پر مهال د وادي النطرون زندان د اسلامپالو او په ځانګړې توګه د اخوان المسلمین د غورځنګ د فعالانو د ساتنې ځای و.

د مصر په قوانینو کې له هغو بهرنیو ډلو سره اړیکي ساتل چې امنیتي مسلو کې فعالیت کوي هېواد ته د خیانت په توګه بلل کېږي او سخته سزا ورته په پام کې ده.

په جولای کې د پوځ له خوا د محمد مرسي تر ګوښه کولو وروسته د اخوان المسلمین ځینو مخالفانو وویل چې د ۲۰۱۱م کال په جنوري کې د وادي النطرون له زندانه تېښته د حماس او حزب الله په همکارۍ تر سره شوې وه.

د دوی په وینا ښاغلي مرسي په دې پېښه کې اصلي ونډه لرله.

ښاغلی مرسي همدا شان د خپلې واکمنۍ پر مهال د حکومت مخالفینو او فعالانو په وژنه کې د برخې لرنې له امله تر محاکمې لاندې دی

ورته مطالب