لیبیا: د پوځ پر پوسته ځانمرګي برید شوی

Image caption لیبیا کې له څه مودې راهیسې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

د لیبیا ختیځ بنغازي ښار ته څېرمه د پوځ د تالاشۍ پر یوې پوستې موټر بم چاودنې پایله کې لږه شپږ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

برید کوونکي خپل موټر د تالاشۍ ځای ته دننه کړی او بیا يې چاودنه کړې ده. دا برید یوه وروسته له هغه کېږي چې د بنغازي د پوځي استخباراتو نوی مشر دینا ښار ته نږدې ووژل شو.

لیبیا کې له تېرې ځه مودې راهیسې د تاوتریخوالي پښې زیاتې شوې دی.

د نومبر نیمايي کې د پیاوړو ملیشه وو ملاتړي ځواکونه پلازمېنه طرابلس کې له سیالیو ډلو سره په نښتو کې په شا وتمبول شول.

د ملیشه وو ملاتړي ځواکونه له مسراتا ښار نه د خپلو هغو ملګرو ملاتړ ته راغلي وو چې پر بې وسلې مظاهره کوونکو یې ډزې وکړې او تر هغه وروسته په خپله تر برید لاندې ونیول شول.

مظاهره کوونکو د مسراتا له لوا نه غوښتنه کوله چې طرابلس ته ستنه شي.

سیمه ییز ملیشه هم له مظاهره کوونکو سره چې هڅه کوي د مسراتا لوا له سیمې وباسي یوځای شوي وو.

د تاو تاوتریخوالي هغو پېښو کې له ۴۰ ډېر کسان ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان شول.

له کله چې په ۲۰۱۱ کال کې ډګروال قذافي له واک لرې کړل شوی وسله والو د لیبیا په ختیځ کې یو زیات شمیر بریدونه کړي دي.