سویلي سودان کې حکومت مخالفو مهمه سیمه نیولې

Image caption له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ جنوبي سوډان پوځيانو وویل د کودتاه تر هڅې وروسته یاغیانو د بور ښار ونیو.

د سویلي سودان مرستیال ولسمشر ریک مچار ویلي، ځواکونو یې د تیلو تولید مهمه سیمه یونیټې نیولې او د هېواد پر ډېره برخه یې ولکه ټینګه کړې.

نوموړي بي بي سي سره خبرو کې ومنله، چې له حکومت سره په جګړه بوخت ځواکونه ده ته وفادار دي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په سویلي سودان کې له ملکي وګړو سره د زور زیاتي د پای غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي دي، چې دی په دغه هیواد کې د شخړې د پراخېدو له امله ډېر اندېښمن دی. نوموړي د سویلي سودان پر ولسمشر سلوا کیر او دهغه پر سیال ریک مچار غږ کړی چې له دې کړکېچه د وتلو لپاره سیاسي لاره پیدا کړي.

ښاغلي مچار ویلي ده ته وفادارو یاغي ځواکونو د تېلو د تولید عمده سیمې نیولې دي.

په سویلي سودان کې له تاوتریخوالي تښتیدلو، د تېلو بهرنيو کارکوونکو ویلي د دوی د ځايی همکارانو سرونه له تنو جلا کړل شوي او سرونه یې په تیږو وهل شوي دي.

یوه ځايي خبریال مدین نګور د روانې شخړې په اړه بي بي سي ته ویلي مخالفینو یو پوځي دولت رامنځ ته کړی دی.

' د تیلو تولیدوونکی ولایت ریک مچار ته د وفادارو ځواکونو په لاس کې دي. هغوی یو نوی دولت چې په بشپړه توګه پوځي دی، جوړ کړی. هغه اوس ددې سیمې واکدار دی.'

د پوځ ویاند فیلیپ اګور هم ویلي چې دا د جګړې اعلان دی او له جګړې پرته بله لار نه ده پاتې.

ملګري ملتونه وايي په دغه هېواد کې له یوې اونۍ راهیسې د روانې شخړې له امله له ۶۰ زرو ډېرو کسانو خپل کورونه پرې ايښي دي.

له دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د سویلي سودان مشرانو ته خبر داری ورکړی وو، چې په زوره د واک ترلاسه کولو هر ډول هڅه به له دغه هېواد سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د ملاتړ پای له ځان سره ولری.

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ جنوبي سودان پوځيانو وویل د کودتاه تر هڅې وروسته یاغیانو د بور ښار ونیو.

د جنوبي سودان د پوځ ویاند فیلیپ اګوېر په وینا ځواکونو یې تر سختو جګړو وروسته د بور ښار له لاسه ورکړی دی.

نښتې په پلازمېنه جوبا کې پیل شوې او شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې ووژل شول.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر جرارد ارود ویلي و، داسې ښکاري چې په جنوبي سوډان کې د قومي شخړو پراختیا د کورنۍ جګړې لامل شي.

ورته مطالب