د موریتانیا واکمن ګوند د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټلې

Image caption واکمن ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم بریالی اعلان شوی و.

<span >د موریتانیا واکمن ګوند (د جمهوریت لپاره د اتحاد ګوند) د پارلماني ټاکنو اکثریت رایې د تېرې شنبې په ورځ وګټلې.

د دغه ګوند پروړاندې لس نور ګوندونه په ټاکنو کې سره یوځای شوي وو.

له دغو ډلو یو هم د حکومت مخالف دیموکرات احمد ولد داده و، چې حکومت یې په درغلیو تورن کړی دی. د ټاکنو د کمیسیون له لوري د ټاکنو پایلې د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان شوې.

د ټاکنو د اعلان شویو رایو پربنسټ، اتحاد ګوند د پارلمان له ۱۴۷ څوکیو ۷۴ ګټلې دي.

خو مخالفو ګوندونو ایله ۳۴ څوکۍ خپلې کړای شوې.

واکمن ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم بریالی اعلان شوی و.

لومړی پړاو د تېر نومبر پر ۲۳ ترسره شوی و.

د مخالفو ګوندونو یوې څانګې اسلامي یووالي ګوند په لومړي ځل دغو ټاکنو کې ګډون کړی دی.

دغه ټاکنې د ولسمشر محمد ولد عبدالعزیز لپاره یوه لویه ازموینه ده، داسې چې نوموړی د ۲۰۰۸ کال پوځي کودتا پایله کې واک ته ورسېد، چې بیا د پراخ اړدوړ په پایله کې ولسمشر شو.

لوېديځ قوتونه د موریتانیا مسلمان حکومت ته په ساحلي سیمو کې د القاعدې پروړاندې د مرسته کوونکي هېواد په سترګه ګوري.