م. م: جنوبي سودان کې د بشري سرغړونو پلټنه کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون ويلي، په سوډان کې به د سرغړونو پېښې وپلټل شي او هغه څوک چې مسوول راوخېژي، بايد د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکړي.

ده په جګړه کې د دواړو ښکېلو غاړو له مشرانو وغوښتل چې د خپلو اختلافاتو د هوارولو لپاره سياسي حل ولټوي.

یاغيان چې ويل کېږي د جنوبي سوډان د پخواني مرستيال ولسمشر پلويان دي مهم ښارونه نيولي او لسګونه زره کسان د جګړې له وېرې تښتېدلي دي.

د جنوبی سوډان ولسمشر سلوا کي ير ويلي، ډېر ژر به د ده په خبره د ياغيانو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.

ښاغلی کي ير چې د اکثريت دينکا قبيلې غړی دی خپل مرستيال ريک ماچر چې د نوير قبیلې دی په جولای مياشت کې له کاره ګوښه کړ.

Image caption شاوخوا ۴۰زره کسانو د ملګرو ملتو په پنډغالو کې پناه اخيستې

تېره اوونۍ ولسمشر کي ير خپل مرستيال ريک ماچر د کودتا په کولو تورن کړ، خو ښاغلي ماچر دغه تورونه رد کړل.

وروستيو نښتو داسې اندېښنې راټوکولي، چې ګواکې د ولسمشر او مخکني مرستيال ترمنځ يې شخصي تربګنيو کورنۍ جګړې ته لار هواره کړې ده.

سرمنشي بانکي مون ويلي پرته له ځنډه بايد پر عامو خلکو او د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو بريدونه ودرول شي.

ده ويلي د دغه سازمان کمېټې به د بشري حقونو د سرغړونې او د بشري ضد جنايتونوپه اړه پلټې وکړي.

ښاغلی مون وايي: ''هغه کسان چې په لوړه کچه په دې اړه مسوول وي، مخامخ به د خپلو اعمالو په اړه ځواب وايي، آن که ادعا وکړي چې د دغو جرمونو په اړه بې خبره دي''.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په جنوبي سوډان کې به د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو شتون پراخ کړي.

تېره اوونۍ دوه هندي سوله ساتي هغه مهال ووژل شول، چې ياغيانو جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتو پر مرکز بريد وکړ.

تېره اوونۍ وروسته له هغه په پلازمېنه کې جګړه پيل شوه، چې ولسمشر ادعا وکړه د ده پر ضد شوې کودتا يې شنډه کړه.

له هغه راوروسته تاوتريخوالی په ټول هېواد کې خپور شو او یاغيانو د بر او بنتيو دوه لوی ښارونه ونيول.

ويل کېږي، چې په دغو نښتو کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

داسې راپورونه هم دي، چې شاوخوا ۴۰زره کسانو هغو پنډغالو ته پناه وروړې، چې ملګرو ملتونو جوړ کړي دي.

ورته مطالب