د مصر المنصوره کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي

Image caption چاودنې د امنیتي ځواکونو د یوې ودانۍ یوه برخه ویجاړه کړې ده.

د مصر پلازمېنې قاهرې شمال منصوره ښار کې د پوځ له مرکز بهر یوې زوروې چاودنې لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د مصر حکومتي تلوېزیون ویلي، چاودنه کې ډېره مرګ ژوبله پولیسو ته اوښتې ده، او د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

عیني شاهدانو ویلي، چاودنې ټول المنصوره ښار ولړزاوه.

چاودنې د امنیتي سرتېرو یوه ودانۍ نیمايي ویجاړه کړې ده.

عیني شاهدانو ویلي، ګڼ ټپي شوي پوځيان او افسران روغتونونو ته لېږدول شوي.

بل خوا، د مصر لومړي وزیر حازم الببلاوي دا چاودنه راتلونکې میاشت د اساسي قانون په تړاو د نظرپوښتنې په اړه یو خنډ بللی دی.

لومړي وزیر په یوه بېړنۍ ناسته کې ویلي، چې د اخوان المسلمین ګوند "که چېرې ترهګریز بریدونه وکړي، شاید د ترهګرو په لست کې شامله شي".

خو هغه نور جزییات ورنه کړل، چې ګني دغه چاودنه د اخوان المسلمین ګوند کار دی.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤولیت هم چا نه دی منلی.

ځینو مصري رسنیو د لومړي وزیر د سلاکار له خولې ویلي، چې حکومت هوډ لري، اخوان المسلمین ګوند "د ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړي".

الببلاوي بیا ویلي چې د برید په تړاو تر ځانګړو پلټنو پوره کېدا مخکې باید په دې اړه هېڅ ګام وانه خیستل شي.

Image caption محمد مرسي دا مهال په زندان کې دی، چې د حکومت له لوري پرې د واکمنۍ پرمهال د جرمونو تور لګول شوی.

وروسته تر هغه چې د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ د یوې کودتا په پایله کې له واکه لیرې او بندي شو، په مصر کې نارامي دوه برابره ډېره شوه.

"ناانساني چلند"

د اخوان المسلمین ګوند تر ۲۰۰۰ ډېر غړي ونیول شول، په تېره دوشنبې د دغه ګوند شاوخوا ۴۵۰ غړو د حکومت له لوري د "ناانساني چلند" پروړاندې مظاهره وکړه.

محمد مرسي دا مهال په زندان کې دی، چې د حکومت له لوري پرې د واکمنۍ پرمهال د جرمونو تور لګول شوی.

د هغه لومړۍ محاکمه د تېر نومبر پر څلورمه وشوه، خو بیا وروسته دویمه محاکمه یې د راتلونکې جنورۍ تر ۸ نېټې پورې وغځول شوه.

ورته مطالب