عراق کې پر تلوېزیون برید پنځه خبریالان وژلي

Image caption یوه ژغورل شوي خبریال ویلي "په تېښته بریالی شوم، او اوس له ودانۍ بهر یم، په برید کې د ودانۍ درېیم او څلورم پوړونو اور واخیست".

د عراق پلازمېنې بغداد په شمال تکریت ښار کې د "صلاح الدین" په نامه یوه تلوېزیون پر ودانۍ څلورو ځانوژونکو بریدونه کړي، چې لږترلږه پنځه خبریالان یې وژلي.

برید د تېرې دوشنبې پر ورځ ناوخته وشو، چې په دې سره یوازې په یوه ورځ کې عراق کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۲۰ اوښتی دی.

امنیتي سرچینې وايي، په وژل شوو خبریالانو کې یو د تلوېزیون د خبرونو د برخې مشر، بل ایډیټر، یو د خبرونو تولیدوونکی یو د ارشیف مدیر او بل د خبرونو وړاندې کوونکي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د صلاح الدین ولایت د پولیسو په حواله ویليو چې امنیتي ځواکونو د تلوېزیون پر ودانۍ د برید کوونکو د وژلو لپاره ځوابي برید وکړ، دوه ځانوژونکي یې ووژل، خو دوو نورو ځانونه والوځول.

د تلوېزیون ځینې کارکوونکي له بریده تښتېدلي، خو یو شمېر په کې ګیر پاتې شوي.

یوه ژغورل شوي خبریال ویلي "په تېښته بریالی شوم، او اوس له ودانۍ بهر یم، په برید کې د ودانۍ درېیم او څلورم پوړونو اور واخیست".

دی زیاتوي "زما ځینې ملګري لاهم ودانۍ کې ګیر پاتې شوي. چې زنګ مې ورته وواهه، د هېچا تیلېفون کار نه کاوه". د "عراقیه" تلوېزیون –چې په همدې سیمه کې یې تلوېزیون دی- يوه خبریال ویلي، چې د چاودنې پرمهال له سیمې ووت.

د خبریالانو په نښه کول

عراق په وروستیو کلونو کې د خبریالانو د هدفي وژنو شاهد و، چې یوازې له تېر اکتوبر راهیسې په دې هېواد کې لږترلږه ۱۲ خبریالان وژل شوي.

پر عراق تر ډېره نیوکې کېږي، چې پر رسنیو او د بیان پرازادۍ یې محدودیتونه لګولي، او د خبریالانو په حق کې جرمونه کېږي، خو بیا یې هېڅ پلټنه نه ده شوې.

په عراق کې د ګاونډي سوریې د نارامیو له کبله وضعیت د تېر په پرتله ډېر ناامنه شوی، هلته سني له واکمن اکثریت شیعه حکومته شکایت کوي، چې ګوښه کړي یې دي او حقونه یې نه ورکوي.

د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، عراقي ځواکونه هره ورځ په هېواد کې له وسله والو سره نښتې کوي. له ۲۰۰۸ کال راپدېخو، عراق سږ کال تر ټولو د ډېرو خونړیو بریدونو شاهد و.

د بریدونو کړۍ

Image caption په تېرو څو ورځو کې د عراق پلازمېنې بغداد په ګډون نور ښارونه هم د خونړیو بریدونو شاهدان وو.

په داسې حال کې چې عراقي ځواکونو الانبار ولایت کې د "القاعدې د عناصرو" ځپلو په هدف عملیات پیل کړي، دوه ورځې وړاندې القاعدې هلته ۱۸ افسران او پوځيان ووژل، چې د اوومې فرقې قومندان ډګروال محمد الکروي هم په کې و.

په تېرو څو ورځو کې د عراق پلازمېنې بغداد په ګډون نور ښارونه هم د خونړیو بریدونو شاهدان وو.

د بغداد ختیځ کې وسله والو پر یوه موټر برید کړی، چې شیعه زیارت کوونکي په کې سپاره وو، او کربلا ته د مذهبي مراسمو لپاره روان وو.

په برید کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ورته مطالب