د کراچۍ چاودنې ماشومه او دوه نور وژلي

Image caption چاودنه د ښار په اوورنګي سیمه کې شوې.

د پاکستان سوېلي ښار کراچۍ کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي دي.

دا چاودنه په داسې وخت ګې کېږي چې د پاکستان په لر او بر کې شیه ګان خپله مهمه مذهبي ورځ لمانځي.

چاودنه د ښار په اوورنګي سیمه کې شوې چې د دوو لویانو په ګډون یې یوه ماشومه نجلۍ هم وژلې ده.

په چاودنه کې لس نور کسان ټپیان شوې هم دي.

په زرګونه امنیتي ځواګونه سیمې ته ورغلي چې د امام حسین د څلوېښتمې مراسمو امنیت وساتي.

په کراچۍ کې موټر سایکلونه هم بند دي ځکه چارواکي وايي غواړي د وژنو مخینوی وکړي.

د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تیلیفونونه هم کار نه کوي.

دا هر څه له هغه وروسته کېږي چې په پاکستان کې پر شیعه ډلو تل لوی او واړه بریدونه کېږي او په دې وروستیو کې یې ډېروالی هم موندلی دی.

تر دې وړاندې په راولپنډۍ کې پر یوې تکيه خانې ځانمرګی برید وشو چې څلور کسان یې په کې ووژل او لس نور یې ژوبل کړل.

روان کال کې د محرم په مراسمو کې په راولپنډۍ کې د فرقه يي شخړو له امله له لسو زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

له فرقه يي شخړو وروسته په راولپنډۍ او د پنجاب په يو شمېر نورو ښارونو کې په ګرځېدو بنديز لګېدلی و.

ورته مطالب