جنوبي سوډان کې ډله ییز قبر موندل شوی

Image caption د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي موون د امنیت پر شورا غږ کړی چې سوېلي سوډانکې ته پنځه نیم زره نور سوله ساتي ځواکونه هم واستوي.

ملګري ملتونه وايي په سوېلي سووډان کې یې یو ډله ییز قبر موندلی دی. دوی وايي په قبر کې ۷۵ کسان ښخ شوي و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون افسرې روینا شاندساني د دغه قبر موندل تایید کړی دي.

دا وايي قبر د تېلو په بډایه سیمه بېنټیو کې د ملګرو ملتونو د څارونکو لخوا موندل شوی دی.

دا تر اوس ه معلومه نه ده چې دغه خلک کله مړه شوې دي.

همدا رنګه نور راپورونه وايي چې دغلته د تازه قومي نښتو په ترڅ کې د نیور د قبلي له ۲۰۰ ډېر کسان د دولتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د نیور د قبلي او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

په پلازمېنه جوبا کې یوه سړي خبرې رسنیو ته ویلي چې د ډینکا د قوم کسانو د نیور د قبلي په سیمو کې خلک وژل.

په سوېلي سوډان کې دا تاوتریخوالی د واک پر سر د ولسمشر سلوا کیر او د ده پخواني مرستیال ریک مچر ترمنځ دی.

په پلازمېنه جوبا کې یوې خبریالې حنا مک نیویش د وروستیو وژنو په اړه د یوه ویشتل شوي سړي له قوله داسې کیسه وکړه.

"یوه له بوږنوونکو کیسو چې ما نن له یوه سړي چې سایمن نومیده واوریده دا وه چې ویل یې د پلازمېنې جوبا له سړکونو د نورو ۲۵۰ کسانو سره د پولیسو یوې پوستې ته بیول شوی وو. هلته بندي شوي او د دوو ورځو په موده کې امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل کېدل. د دغه سړي او دوو نورو کسانو له قوله په دې توګه ۲۴۰ کسان وژل شوي دي. دغه سړی هم څلور مرمۍ ویشتل شوی خو ده ځان د مړو په منځ کې پټ کړ و او ژوندی پاتی شوی دی."

دغې خبریالې زیاته کړه چې په پلازمېنې جوبا کې هر څوک د خپلو عزیزانو د وژل کېدو ویر کوي او په سوېلي سوډان کې روانې شخړې اوس یوازې د دوو قومونو ترمنځ محدودې پاتې نه دي.

ګومان کېږي چې په سوېلي سوډان کې د تاوتریخوالي له پیل راهیسې تر اوسه زر کسان وژل شوي او ۴۰ زره نور اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د ملګرو ملتونو په تاسیساتو پناه واخلي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي موون د امنیت پر شورا غږ کړی چې سوېلي سوډانکې ته پنځه نیم زره نور سوله ساتي ځواکونه هم واستوي.

بانکي مون وړاندیز کړی چې دغه ځواکونه دې له افریقايي هېوادونو سوېلي سوډان ته واستول شي.

د ملګرو ملتونو ۷ زره سوله ساتي ځواکونه وار دمخه په سوډان کې دي.

ورته مطالب