انګلستان بې کوره ماشومانو ته د نورو پیسو اعلان وکړ

Image caption په انګلستان کې دا مهال شپږ زره ماشومان په دې انتظار ژوند کوي چې څوک یې په فرزندۍ ونیسي او د کورني ژوند اسانتیاوې او احساس یې په برخه شي.

د انګلستان حکومت اعلان کړی چې له راتلونکي کاله به د بې کوره او بې وزله ماشومانو د خیر ښېګړې او هغوی ته د مناسبو کورونو د موندنې په برخه کې په خپله کلنۍ بودجه کې ۵۰ میلیونه ډېروالی را ولي.

د دې نوي پلان له مخې حکومت غواړي خلک دې ته وهڅوي چې بې کوره ماشومان په فرزندۍ ونیسي.

په انګلستان کې دا مهال شپږ زره ماشومان په دې انتظار ژوند کوي چې څوک یې په فرزندۍ ونیسي او د کورني ژوند اسانتیاوې او احساس یې په برخه شي.

د انګلستان د ماشومانو د چارو وزیر وایي په تېرو څو کلونو کې د هغو خلکو شمېر ډېر شوی چې غواړي یو بې کوره ماشوم ته په خپل کور او ژوند کې ځای ورکړي.

خو حکومت هڅه کوي دغو پاتې شپږ زره ماشومانو ته هم د اوسېدو مناسب ځایونه پيدا کړي.

د دغه هېواد د ښوونې ریاست هم ویلي په تېر کال کې په دې پروسه کې ۳۴ سلنه ډېروالی راغلی.

دوی همدا رنګه وایي چمتو دي چې له هغو کورنیو سره مرسته وکړي او مناسبه لارښوونه ورته وکړي چې غواړي ماشومان په فرزندۍ ونیسي.

خو حکومت وایي دغه پروسه د دوی له خوا په دقیقه توګه څارل کېـږي هم.

دوی غواړي ډاډه اوسي چې یو ماشوم له داسې کورنۍ سره یو ځای شي چېرته چې هغه یو عادي او نورمال ژوند ولري او هېڅ ډول ګواښ ورته پېښ نه وي.

خو ځیني مدني فعالان وایي په فرزندۍ د ماشومانو نیول ښایي هر وخت مناسب لاره نه وي.

په ځینو مواردو کې شاید کومه لاره تر دې غوره وي.

د بېلګې په توګه په موقتي ډول د ماشومان په فرزندۍ نیول، او یا د نژدې یا لرې خپلوانو له خوا د ماشومان روزل.

دا کار ځینې ښېګڼې لري.

د بېلګې په توګه که یو ماشوم د خپلوانو له خوا ساتل او او روزل کېـږي نو کولای شي خپل دیني او کولتوري ارزښتونه وساتي، او په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.

ورته مطالب