امنيت شورا جنوبي سودان ته اضافي ځواکونه استوي

Image caption ملګري ملتونه وايي ښايي د جنوبي سودان په شخړو کې زرګونه کسان وژل شوي وي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پلانونه تایید کړي، چې له مخې به یې په سوېلي سودان کې له خپرېدونکي توکميز تاوتریخوالي نه د ولسي وګړو د ژغورلو په موخه دغه هېواد ته زرګونه اضافي سوله ساتي ځواکونه واستول شي.

ملګري ملتونه وايي دوی وېره لري چې له تېرې اوونۍ راهیسې پیل شوي دغه تاوتریخوالي کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

دغه اداره هغه رپوټونه پلټي چې په کې ویل شوي، په پلازمېنې جوبا او د یاغیانو تر ولکې لاندې ښارګوټي بېنتیو کې په قومي تاوتریخوالي کې ګڼ خلک وژل شوي دی.

راپورونه ښيي چې په دغه ښارګوټي کې یو ډله ییز قبر هم موندل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کړکېچ کې ښکېلو دواړو غاړو باندې غږ کړی، چې د سولې خبرې اترې پیل کړي.

د سوېلي سودان ولسمشر سلوا کییر ویلي، د پورتني نیل په تېلو بډای ایالت مرکز مالاکل کې تازه نښتې شوې دي.

د یاغیانو له خوا په دې اړه سمدستي څرګندونې نه دې شوې، چې مشري يې پخوانی مرستیال ولسمشر ریک ماچار کوي.

حکومتي ځواکونه وايي، د بور ستراتیژیک ښارګوټی یې بېرته نیولی دی، خو د راپورونو له مخې، په دغې سیمې کې نښتې لا هم روانې دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو نښې نه تر سترګو کېږي.

په دغه قومي تاوتریخوالي کې لسګونه زره خلک خپلو کورونو پرېښولو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، بې ځایه شوي خلک خوړو، اوبو او سرپنا ته سخته اړتیا لري.

ورته مطالب