د ترکيې د اقتصاد او کورنيو چارو وزيرانو استعفا کړې

Image caption د اقتصاد وزير په يوه بيانه کې دغه څېړنه غندلې او هغه يې نيمګړې بللې ده

د ترکیې د حکومت دوو وزیرانو وروسته له هغه استعفا وکړه چې په یوه دولتي بانک کې د اداري فساد په تړاو پلټنو کې يې زامن ښکيل وبلل شول.

د اقتصاد وزیر ظفر کګلایان او د کورنیو چارو وزیر معمر ګولېر دواړه د دې مسلې د راپورته کېدو له کبله له خپلو دندو لاس په سر شوي دي.

د دوی زامن د هغو ۲۴ کسانو په ډله کې دي، چې تېره اوونۍ په رسمي ډول د بډو اخېستو یا اداري فساد ته د زمینې برابرولو په تور تر پلټنو لاندې وو.

په دغو کسانو کې د حکومتي بانک، هالک بانک مشر هم شامل دی.

د ښاغلي کګلايان او ښاغلي ګولير زامنو پر دوی د فساد په تړاو لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د اقتصاد وزير ظفر کګلايان په يوه بيانه کې دغه څېړنه غندلې او هغه يې نيمګړې بللې ده.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طيب اردوغان هم دغه پلټنې غندلي او دا یې د خپل حکومت پر ضد ناوړه عملیات بللي دي.

په دې تړاو د استانبول د پوليسو د مشر په ګډون د پوليسو يو شمېر کمېشنران له خپلو دندو لرې شوې دي.

ورته مطالب