چینايي قاچاقچیانو 'هانګ کانګ ته تونل کیندلی'

تونل
Image caption چارواکو ویلي، چې تونل په ډېره ماهرانه توګه کیندل شوی، چې د اټکل له مخې شاید ۵۰۰۰۰۰ ډالر پرې لګول شوي وي.

چینايي پولیسو هغه اوږد تونل کشف کړی، چې قاچاقچیانو یې په مټ له چین څخه هانګ کانګ ته ګرځنده تیلېفونونه او بېلابېل برېښنايي توکي قاچاقول.

ویل کیږي چې دغه تونل د لوټمارو ډلو په مټ کیندل شوی. په تونل کې سیمټي دېوالونه او د رڼا مزي هم جوړ شوي.

دغه تونل د شینژان ښار د موټرو د یوه ګیراج له بېخه پیل شوی چې تر ۴۰ مترو پورې تر ځمکې لاندې تر هانګ کانګ پورې رسول شوی.

چارواکي باور کوي چې لوټمارو ډلو غوښتل چې د ګرځنده تیلېفونونو مهم توکي او نور برېښنايي څیزونه هانګ ګانک ته قاچاق کړي.

قاچاق وړونکي له سرحدي سیمو او مالیو ورکولو پرته له قاچاقي څیزونو ډېره ګټه ترلاسه کوي.

Image caption دغه تونل تر بشپړېدو مخکې کشف شوی دی.
Image caption د کیندنې توکي په تېره سې شنبې له تونل څخه راوایستل شول.

دغه تونل تېره اونۍ په د شینژن ښار په لمن په چانګلینګ کلي کې کشف شوی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې سیمه ییزو خلکو په سیمه کې د برمې د ناوړه غږ له کبله شکایت وکړ، او فکر یې کاوه، چې ګني حکومت تر ځمکې لاندې کوم څیز جوړوي.

چارواکو ویلي، چې تونل په ډېره ماهرانه توګه کیندل شوی، چې د اټکل له مخې شاید ۵۰۰۰۰۰ ډالر پرې لګول شوي وي.

چارواکو دغه تونل د چارشنبې په ورځ ویجاړ کړی او یو سړی یې د کیندلو او قاچاق په تور نیولی دی.