د بغداد عیسوي مېشتو سیمو چاودنو ۲۴ کسان وژلي

Image caption برید کلیسا کې د عیسویانو د مذهبي مراسمو تر ختمېدو وروسته شوی.

د عراق په پلازمېنې بغداد کې په دوو جلا موټر بمي چاودنو کې مسیحیان په نښه شوي، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي دي.

په لومړۍ چاودنه کې څوارلس تنه هغه مهال ووژل شول، چې له کرېسمېس دیني مراسمو وروسته له یوې کلیسا بیرون راوتل.

بله چاودنه همدې ته نژدې په یوه بازار کې شوې، چې تر ډېره یوه مسیحه سیمه ده. په چاودنو کې تر پنځو ویشتو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د عراق پلازمېنې بغداد په سوېل کې یوې کلیسا ته څېرمه موټربم چاودنې لږترلږه پنځلس کسان وژلي، چې ډېری وژل شوي عیسویان دي.

برید د چارشنبې په ورځ د عیسویانو د مذهبي مراسمو تر ختمېدو وروسته شوی دی.

پولیس وايي، سیمې ته یې ژغورندویې ډلې او پولیس استولي دي.

دغه موټربم په (حی الدوره) سیمه کې شوی، چې تر ډېره ترې عیسوي زیارت کوونکي د وتلو په حال کې وو.

په برید کې لږترلږه ۲۸ نور کسان تپیان شوي، چې د پولیسو په وینا زیاتره عیسوي وګړي دي.

په عراق کې د شمېرو له مخې د وګړو د شمېر له اړخه شاوخوا عیسویان لږکي دي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چاودنه په یوه درول شوي موټر کې وشوه.

تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې.

له ۲۰۰۳ راپدېخوا د مخکني ولسمشر صدام حسین له پرځېدو وروسته په عراق کې پر کلیسانو ځینې بریدونه شوي.

په ۲۰۱۰ کال بغداد کې پر یوې کاتولیکې کلیسا په وسلو سمبالو کسانو برید وکړ، چې لږترلږه ۵۰ کسان یې ووژل.

د شمېرو له مخې په سږنيو بریدونو کې عراق کې تر ۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې له ۲۰۰۸ راپدېخوا سږکال په هېواد کې تر ټولو خونړی کال بلل شوی.

تر ډېره په دغو بریدونو کې د عراق لږکي شیعه ګان په نښه کېږي.

"د ترهګرۍ تغذیه"

د حکومت مخالفې سني ډلې وايي، چې پر حکومتي څوکیو شیعه ګانو منګولې ټینګې کړې، او سنيان یې له واکه او حقونو لیرې ساتلي دي.

د عراق څنګلوري سوریه کې روان کړکېچ د عراق پر ناامنیو نېغ په نېغه اغېز لرلی دی.

په سوریه کې د واکمن نظام مخالفین وايي، چې له عراقه شیعه ګان په ښکاره سوریې ته راوړل کېږي او د حکومت مخالفینو د ځپلو کار ترې اخیستل کېږي.

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي بي بي سي ته په تېره یکشنبې ویلي وو، چې د سوریې کړکېچ "په سیمه کې ترهګري تغذیه کوي ".

ورته مطالب