نایجریايي پوځ '۵۰ یاغیان وژلي'

Image caption د نایجریا ولسمشر جنتن ګوډلک په درو شمالي ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی و.

د نایجریا حکومت ویلي، چې پوځ یې کیمیرون ته پر پوله د اوښتلو پرمهال له سخت دریځو یاغیانو سره کلکه نښته کړې چې پایله کې ۵۰ اورپکي په کې وژل شوي.

د نایجریا د دفاع وزارت ویاند ویلي، په نښته کې ۱۵ پوځيان او پنځه ولسي وګړي هم وژل شوي.

ویاند زیاتوي، چې د هوايي څار په مرسته یې د تېرې جمعې د ورځې برید کوونکي تعقیب کړي دي.

له تېرې مې راهیسې نایجریا کې لږترلږه ۱۲۰۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې بوکو حرام اورپکې ډلې بېلابېل بریدونه وکړي.

دغه ډله په دغو سیمو کې د اسلامي شریعت د عملي کولو په نامه مبارزه کوي.

په وروستۍ نښته کې تر ۲۰ ډېره هغه موټر هم ویجاړ شوي، چې اورپکي په کې کیمیرون ته لېږدېدل.

د پوځ یوه قومندان ویلي، هوايي ځواک د اورپکو په ځپلو کې کارول شوی.

که څه هم اورپکو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د پوځ له خوا د اورپکو د ځپلو رپوټونه ډېر کله په رسنیو کې خپرېږي.

د نایجریا ولسمشر جنتن ګوډلک په درو شمالي ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی و.

بورنو یو له هغو ښارونو دی، چې له څه مودې راهیسې د نارامیو شاهد دی.

بوکو حرام ډله له نایجریايي پوځ سره په شمالي ولایتونو کې د اسلامي شریعت د عملي کولو په هدف جنګېږي.

له څو کلونو راهیسې حکومتي ځواکونو له دغې ډلې سره مرګونې نښتې کړې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو "بوکو حرام" ډله د بهرنیو ترهګرو ډلو په لست کې راوستې ده.

ورته مطالب