اردوغان خپلې کابينې ته ۱۰ نوي وزيران ټاکلي

Image caption تېره ورځ د ماليې، کورنيو چارو او چاپيريال ساتنې وزيرانو استعفا وکړه

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په خپل حکومت کې د مهم بدلون راوستو په لړ کې ۱۰ نوي وزیران ټاکلي دي.

دغه ګام د کابينې د هغو دریو غړو له استعفا وروسته پورته شوی، چې زامن یې د ادراي فساد په لړ کې ونیول شول.

په استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي، دا له جنجالونو د یوه ډک کال له تېرېدو وروسته د لومړي وزیر هغه هڅه ده، چې پر چارو خپله واکمني بیا ټینګه کړې.

ښاغلی اردوغان د سږکال په لومړیو کې په استانبول او نورو ښارونو کې د پراخو حکومت ضد مظاهرو له کبله خپل شهرت ته د زیان اوښتو شاهد و.

د ترکيې لومړي وزير رجب طېب اردوغان یوې خبرې غونډې ته پخپله کابينه کې د بدلون په اړه وویل، چې دغه پريکړه يې وار له مخکې کړې وه.

ښاغلی اردوغان وايي: (د کابېنې لس وزیران تبدیل شول، ما مخکې ویلي و، چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به کابینه کې بدلون راولم.

تېره ورځ د ماليې، کورنيو چارو او چاپيريال ساتنې وزيران وروسته له هغه له دندو لاس پر سر شول، چې زامن يې په مالي فساد کې ښکېل وبلل شول.

د دوی زامن د هغو ۲۴ کسانو په ډله کې دي، چې تېره اوونۍ په رسمي ډول د بډو اخېستو یا اداري فساد ته د زمینې برابرولو په تور تر پلټنو لاندې وو.

په دغو کسانو کې د حکومتي بانک، هالک بانک مشر هم شامل دی.

د ښاغلي کګلايان او ښاغلي ګولير زامنو پر دوی د فساد په تړاو لګېدلي تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب