"موږ د افغانستان په انتخاباتو کې د چا پلوي نه کوو"

Image caption ښاغلی عزیز وايي په افغانستان کې ناڅرګند حالت د پاکستان لپاره یوه لویه ننګونه ده او پاکستان په افغانستان کې امنیت ته ژمن دی.

د ملي امنیت په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي پاکستان د هندوستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ښاغلي سرتاج عزیز پر ملي امنیت له سره د کتنې تر غنوان لاندې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل پاکستان د یوه اغیزناک او ټولیز ملي امنیت پر تګلارې کار کوي څو په دې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان دوستانه اړیکې باوري شي.

دا سیمنار په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړ شوی دی.

د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان راتلوونکې کال د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هیڅ یوه کاندید پلوي نه کوي.

د هغه په ژبه پاکستان به له امریکا سره پر خپلو اړیکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له سره غور وکړي.

ښاغلی عزیز وايي په افغانستان کې ناڅرګند حالت د پاکستان لپاره یوه لویه ننګونه ده او پاکستان په افغانستان کې امنیت ته ژمن دی.

د هغه په وینا پاکستان نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې امن او ثبات غواړي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار ټینګار وکړ چې هېواد یې له هندوستان سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې مثبت بدلونونه رامخې ته کېږي چې ترشاه یې د پاکستان د حکومت هڅې دي.

سرتاج عزیز وویل چې موږ د سوداګرۍ او پر اقتصادي بنسټونو ولاړه بهرنۍ تګلاره جوړو.

ورته مطالب