"ټایلنډ کې دې انتخابات وځنډول شي"

Image caption مظاهره کوونکي او مخالف ګوند له آغلې شینواترا غواړي چې په عاجله توګه استعفی ورکړي.

د ټایلنډ د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي حکومت دې باید د فبرورۍ په میاشت کې انتخابات ترسره نه کړي ځکه د کاندیدانو پرضد د تاوتریخوالي خطر ډېر دی.

د انتخاباتو کمېسیون پر حکومت غږ کړی چې د فبرورۍ د میاشتې د دویمې نېټې انتخابات دې وځنډوي.

په همدې حال کې یو پولیس افسر هغه مهال له مظاهره کوونکو سره په شخړو کې ووژل شو چې سیاسي ګوندونو خپل کاندیدان ثبتول او مظاهره کوونکو یې مخه نیوله.

د ټایلنډ صدراعظمې ېنګلګ شینواترا وروسته تر هغه د انتخاباتو د ترسره کولو پریکړه وکړه چې ګڼو خلکو د حکومت پر ضد په پرله پسې ډول مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکي تور لګوي چې د آغلې شینواترا ګوند د بیت المال پیسې په بې مسوولیتۍ د رایو د خوندي کولو په خاطر لګولي دي.

مخالفینو په انتخاباتو کې د نه ګډون ویلي او خپل کاندیدان یې نه دي راجسټر کړي.

دغه راز مخالفینو د آغلې شینواترا هغه وړاندیز هم رد کړی چې وايي د اصلاحاتو یوه ملي شورا دې جوړه شي چې د حکومت په خوا کې به فعالیت کوي.

مظاهره کوونکي او مخالف ګوند له آغلې شینواترا غواړي چې په عاجله توګه استعفی ورکړي.

څو ورځې وړاندې مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې هغه لوبغالي ته ننوځي چې انتخاباتو ته کاندیدانو خپل نومونه په کې ثبتول.

د مظاهره کوونکو له ډلې ځینو یې د تېګو ګوزارونه هم کول خو پولیس یې په اوښلن ګاز ځواب ورکړ.

د ډسمبر د میاشتې په نهمه نېټه صدراعظمې ېنګلګ شینواترا وروسته له هغه پارلمان لغوه او د انتخاباتو د ترسره کولو پریکړه وکړه چې ۱۵۰ زره کسان سړکونو ته د حکومت پرضد مظاهرې ته ووتل.

د تېرې یکشنبې په ورځ آغلې شینواترا ټینګار وکړ چې انتخابات باید ترسره شي او پر مظاهره کوونکو یې غږ وکړ چې خپل پام د رایو پر صندوقونو ور ټول کړي.

د آغلې شینواترا ګوند په ۲۰۱۱ کال کې انتخابات وګټل او په پارلمان کې اکثریت لري خو مظاهره کوونکي وايي د هغې ورور او پخوانی صدراعظم تاکسین شینواترا اوس هم په واک کې دی.

په ۲۰۱۰ کال کې وروسته له هغه ۹۰ ملکي کسان ووژل شول چې د زرګونو سرو کمیسو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.

ورته مطالب