د روسۍ الوتکې ټکر نهه کسان وژلي

Image caption دغه پېښه د سایبیریا په اېرکوکتس ښار کې شوې ده.

په روسیه کې یوه بار وړونکې الوتکه له یوه پوځي اډې سره ټکر شوې او ټولې نهه سپرلۍ یې وژلي دي.

دغه پېښه د سایبیریا په اېرکوکتس ښار کې شوې ده.

په پوځي اډه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د روسیې د بېړنیو چارو وزرات او څار ټولنې د وژل شویو سپرلیو پخلی کړی او ويلي یې دي چې د ټکر لامل لا نه دې معلوم.

روسي خبري اېجنسۍ وايي دغې الوتکې له یوې فابریکې د وړو الوتکو ځینې برخې لېږدولې او هڅه یې کوله په اېرکوکتس هوايي ډګر کې چې پوځي اډې ته نژدې هم ده کښېنې خو په یوه ګدام ولګېده.

په سیمه کې ژغورونکو ډلو رسنیو ته ويلي چې له الوتکې توی شوي تېلو اور واخیست خو ښه و چې ژر بېرته مړ کړل شو.

دغه باروړونکې الوتکه تل د دې لپاره کارول کېده چې له اېرکوکتس فابریکي د الوتکو نوې پرزې بېرته هوايي ډګر ته راوړي یا یې یوسي.

د روسیې د سوداګرۍ وزارت ويلي د دې پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

روسیه په نړۍ کې هغه هېواد دی چې ډېر کله په کې الوتکې را نسکورېږي او یا هم ټکر کوي.

کارپوهان وايي دلیل یې دا دی چې ډېری الوتکې ډېرې زړې دي، پیلوټان یې سمه کاري تجربه نه لري او له نورو تخنیکي نیمګرتیاو ډکې دي.

ورته مطالب