سویلي سودان بحران: افریقايي مشران غونډه کوي

Image caption ولسمشر سلوا کیير او سیال یې رېک ماچر وايي، خبرو ته چمتو دي، خو تر اوسه د جګړې ختمولو ټولې هڅې بې ګټې ثابتې شوې دي.

په نیروبي ښار کې د ختیځې افریقا مشران په سویلي سودان کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د جګړې په اړه خبرې کوي.

تمه ده چې د دوی خبرې به په سویلي سوډان کې د کینیا، ایتوپيا او د سویلي سودان د ولسمشر سلوا کییر د تیرې ورځې د خبرو پر بنسټ ولاړې وې.

بل لور ته ملګرو ملتونو یو ځل بیا د خبرو له لارې د ستونزې د هواري غوښتنه کړې او د سودان لپاره د ملګرو ملتونو استازې ویلي تمه لري چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک د ملاتړ لپاره لومړۍ ډله سرتېري په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ورسېږي.

له دې ټولو هڅو سره، سره په شمال کې جګړه لا هم روانه ده، دواړه خواوې هڅه کوي چې دغه سیمه کې د نفتو زېرمو لرونکې سیمې کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

پرون ( دسمبر ۲۷ ) سویلي سودان کې حکومتي چارواکو وویل پلازمېنې جوبا ته د جګړې پای ته رسولو لپاره د کېنیا ولسمشر او د ایتوپیا لومړی وزير رسېدلي دي.

دواړه، ولسمشر سلوا کیير او سیال یې رېک ماچر وايي، خبرو ته چمتو دي، خو تر اوسه د جګړې ختمولو ټولې هڅې بې ګټې ثابتې شوې دي.

د دواړو خواوو له لوري د کرسمس په مناسبت د اوربند غوښتنه رد شوې ده.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نړۍ په تر ټولو دې نوي هېواد کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر دوه برابره کوي.

په دې سره به د سوله ساتو شمېر ١٢،٥٠٠ ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانک کي مون ويلي د جنوبي سوډان روانه جګړه پوځي حل لاره نه لري او پر ښکېلو غاړو يې غږ کړى چې خپل اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ورته مطالب