عراقي ځواکونو سني وکيل احمد العلواني نيولی

Image caption عراق کې له جنورۍ مياشتې راهيسې له ۸۰۰۰ ډېره کسان فرقه يي شخړو کې وژل شوي

عراقي ځواکونو په لويديځ ښار رمادي کې د ولسي جرګې يو غړی نيولی او د هغه يو ورور او لږترلږه درې ساتونکي يې وژلي دي.

امنيتي ځواکونو احمد العلواني د ده په کور د چاپې اچولو پر مهال نيولی دي. حکومت احمد العلواني پر ترهګريزو فعاليتونو پړ بولي.

ښاغلی العلواني د سني ټولنې غړی دی او د لومړي وزير نوري المالکي پر ضد لاريونونو ملاتړی دی.

پولیس وايي هغه مهال چې امنيتي ځواکونو غوښتل دغه سني وکيل ونيسي، د ده ساتونکو پرې ډزې کړې دي.

د پوليسو يوه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي په دغه لنډه نښته کې ۱۸ کسه نور ټپيان شوي دي.

ده ويلي: ''نن سهار امنيتي ځواکونو په مرکزي رمادي کې د احمد العلواني پر کور بريد وکړ. د ده ساتونکو د امنيتي ځواکونو پر وړاندې له سپکو وسلو او لاسي بمونو کار واخيسته. په بريد کې د العلواني پنځه ساتونکي او د هغه ورور ووژل شول او د امنيتي ځواکونو اته سرتېري ټپيان شول''.

ځينې راپورونه ښيي، چې د عراق د امنيتي ځواکونو په چاپه کې د ولسي جرګې د دغه استازي خور، چې د يوې سني ډلې غړې وه، هم وژل شوې ده.

په سملاسي ډول د ښاغلي العلواني د نیولو لامل نه دی مالوم، خو اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس وايي دی له ترهګريزو تورونو سره مخامخ دی.

احمد العلواني پر داسې مهال نيول کېږي، چې په عراق کې فرقه يي شخړې مخ په زياتېدو دي او روان کال يې مرګونی و.

د دې کال د جنورۍ مياشتې راهیسې په عراق کې له ۸۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری يې د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ نښتو کې وژل شوي.

ورته مطالب