ترکي پوځ: 'په سياسي جنجال کې ځان نه ښکېلوو'

Image caption په پلازمېنه انقره، استانبول او ازمیر ښارونو کې مظاهرې روانې دي

د ترکيې پوځ ويلي وروسته له هغه چې د اداري فساد د پلټو په تړاو سياسي ناندريو زور اخيسی، دوی به په سياسي جنجالونو کې ښکېل نه شي.

دغه کړکېچ لومړی وزير رجب طيب اردوغان اړ کړ، چې د کابينې د دريو وزيرانو له استعفا وروسته، په خپله کابينه کې بدلون راولي.

د دغو دريو وزيرانو زامن د هغو ۲۴ کسانو په ډله کې دي، چې د بډو اخيستو او يا اداري فساد ته د زمينې په برابرولو ګرم پېژندل شوي دي.

پر همدې مهال ترکي پوليسو په استانبول کې د حکومت ضد مظاهره چيان چې د لومړي وزير د لرې کېدو غوښتنه کړې، تيت پرک کړې دي.

پوليسو په تاکسيم ډګر کې پر راټولو شويو مظاهره چيانو اوښلن غاز، ربړي ګولۍ او اوبه شيندلي دي.

په پلازمېنه انقره او د هېواد په دريم ستر ښار ازمير کې مظاهرې شوې دي.

بل خوا د لومړي وزير رجب طیب اردوغان پلويانو هم د ده په پلوۍ مظاهرې کړې دي.

د ترکيې لومړی وزير رجب طیب اردوغان وايي دی به د هر چا په خبره له واکه ګوښه نه شي.

ښاغلی اردغان وايي: ''اجازه راکړئ، په څرګنده ووایم که ولس راته ووايي چې لاړ شئ، نو ځو، هېڅ شک او شبه په کې نشته، ځکه دا هغه مقام دی، چې درناوی یې کوو، خو که خلک وايي په همدې مقام پاتې شئ، د هغه چا خبره به وا نه ورو، چې وايي لاړ شئ''.

۱۰۰مه کليزه

بل خوا په ترکیه کې درې نور استازي د ازادۍ او عدالت واکمن ګوند له حکومته د اداري فساد د یوې رسوايۍ په لړ کې له دندو ګوښه شوي دي.

د بي بي سي یو خبریال وايي د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د حکومت په درېم ځلې دوره کې د ناوړه کړکېچونو په لړ کې دا یو بل پړاو بلل کېږي.

دا رسوايي په کابینه کې د یو لړ بدلونونو لامل شوې او داسې اندېښنې یې رامنځ ته کړې، چې ښايي نوموړی راتلونکی کال وارله مخه ټاکنې اعلان کړي.

لومړي وزیر هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې حکومت د پولیسو د هغو څېړنو مخه نیولې، چې د اداري فساد اړوند دي.

نوموړی وايي ترکیه به چې د یوه خپلواک هېواد په توګه خپله ۱۰۰ کلیزه لمانځي له شته کړکیچونو راووځي.

ورته مطالب