قاهره کې لاریونیانو د "پوهنتون ودانۍ" سېځلې

Image caption دغه پوهنتون هم د مصر د وروستیو میاشتو له نارامیو خوندي نه و.

د مصر حکومتي تلوېزیون ویلي، چې د اخوان المسلمین ګوند ملاتړو او قهرېدلو لاریون کوونکو قاهره کې د پوهنتون ودانۍ ته اور ورته کړی.

مصر وايي، چې اخوان المسلمین ګوند یې "ناقانونه او ترهګره" ډله اعلان کړی دی.

د مصر حکومتي تلوېزیون ویلي، چې اخواني ملاتړو د قاهرې پوهنتون دوو ودانیو ته اور اچولی، چې په وینا یې د الازهر پوهنتون په انګر کې محصلین له پولیسو سره کېوتلي دي.

په اړدوړ کې د سوداګرۍ پوهنځي ودانۍ سېځل شوې، او د محصلینو د ازموینې د مخنیوي ډېره هڅه هم شوې.

د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي ودانۍ کې هم د اور لګولو خبر ورکړل شوی.

په تېره جمعه له پولیسو سره په قاهره، مینیا او نیل کې د اخوان المسلمین ګوند د پلویانو په نښته کې لږترلږه درې کسان ووژل شول.

په تېر جولای کې مصري حکومت وروسته تر هغه له اخوان المسلمین سره زورزیاتی پیل کړ، چې د دغې ډلې منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ په یوه کودتا کې له واکه لیرې او بندي شو.

اخوان المسلمین له تېر سپتمبر راهیسې له هر راز فعالیتونو "ناقانونه" ډله اعلان شوې.

د تېرې چارشنبې په ورځ د مصر پولیسو قومندانۍ کې ځانمرګی برید وشو، چې د پړې ګوته یې اخوان المسلمین ګوند ته ونیول شوه.

Image caption د اخوان المسلمین ملاتړو ډېر ځلې له پولیسو سره نښتې کړې.

حکومت وايي، چې د دغه برید ترشا د دغه ګوند لاس و، خو اخوان المسلمین د حکومت دغه ادعا "په کلکه" رد کړې ده.

د محمد مرسي تر لیرې کېدا د مصر په اړدوړ کې د اخوان المسلمین زرګونه غړي او جګپوړي ملاتړي نیول شوي، چې پوځ یې د ځینو محاکمه هم پیل کړې ده.

الازهر پوهنتون د سني مسلمانانو په منځ کې تر ټولو منل شوی او مشهور پوهنتون دی، چې د اسلامي نړۍ ګڼو سیاسي مشرانو په کې زده کړې کړې دي.

دغه پوهنتون هم د مصر د وروستیو میاشتو له نارامیو خوندي نه و.

ورته مطالب