لیبیا ۴ امریکايي پوځيان "خوشي کړي"

Image caption لیبیا وايي له نیول شویو امریکایانو سره وسلې او د اړیکو توکي وو.

لیبیايي چارواکو او د امریکا دفاع وزارت ويلي، لیبیا هغه څلور امریکايي پوځيان خوشي کړي، چې د تېرې جمعې په ورځ یې نیولي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي وو، چې څلور امریکايي پوځيان د لیبیايي چارواکو له خوان نیول شوي، او واشنګټن له طرابلس سره د هغوی پر خوشي کولو غږېدلی دی.

د دغه وزارت یوه ویاند جین بساکي ویلي "غواړو پوی شو چې دوی ولې نیول شوي، په دې تړاو مو له لیبیايي چارواکو سره تیلېفوني اړیکې هم نیولې دي".

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې نیول شوي پوځيان طرابلس کې د امریکا د سفارت د امنیتي ډلې غړي دي، چې په وینا یې طرابلس غواړي، چې د امریکايي دیپلوماتانو د تېښتې لپاره زمینه برابره کړي.

دغه څلور واړه امریکايي پوځيان د لیبیا پلازمېنې طرابلس په لوېديځ "صبراته" ښار کې نیول شوي.

د صبراته د پوځي شورا مشر ویلي، نیول شوي امریکایان په دوو موټرو کې سپاره وو، او د تلاشۍ پوسته کې درول شوي، چې د وسلو او اړیکو د توکو نیولو په تور نیول شوي.

د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې د لیبیا بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید وشو، چې پایله کې د امریکا سفیر ووژل شو.

او د روان کال په لومړیو کې هم بنغازي کې یو امریکایی ښوونکی سهار مهال د سپورت پرمهال ووژل شو.

تېره اونۍ بنغازي ته څېرمه په یوه پوسته کې لږترلږه اووه کسان د ځانمرګي برید پایله کې ووژل شول.

ورته مطالب