انګلستان کې د ماشومانو اداره: پر ماشوم وهنه بندیز ولګوئ

Image caption شواهد ښيي چې ماشوم ته څپېړه ورکول اغیزمن نه دي او زیان ور رسوي

د انګلنډ لپاره د ماشومانو کمېشنره مګيي اتکینسن وایي، میندې او پلرونه باید د ماشومانو له وهلو ډډه وکړي.

نوموړې د انډېپېنډېنت ورځپاڼې ته ویلي اوسني قانون کې لویان د ماشومانو په پرتله له تاو تریخوالي د خونديتوب زیات حق لري.

هغې زیاته کړه په قانون کې دا نیمګړتیا شته چې تاسو کولی شئ خپل ماشوم په فزیکي توګه ګرم وګڼئ.

مېرمن اتکینسن پر ماشومانو د وهلو ټکولو د پوره بندیز غوښتنه وکړه او د دې په وینا باید میندې پلرونه د وهلو له امله له جنایي څار سره مخ شي.

د اوسني قانون له مخې میندې پلرونه حق لري خپل ما شوم داسې ووهي چې پر بدن یې د وهلو نښې ښکاره نشي او د بدن هغه برخې ونه پړسېږي چې وهل شوې دي.

مګيي اتکېنسن ورځپاڼې ته ویلي "د ښوونکې په توګه یې هېڅکله له ماشومانو سره ستونزه نه لرله او هېڅ وخت یې هغو ته په فزیکي توګه سزا نه ده ورکړې. زما په باور باید د ماشوم په وهلو پوره بندیز ولګېږي."

هغه وایي قانون تاسو ته اجازه نه درکوي چې لویان ووهئ، خپل کورني ځناور ووهئ نو څنګه هغه د ماشوم د وهلو اجازه ورکوي.

هغه زیاتوي، دا په قانون کې یوه ستونزه ده چې باید بحث پرې وشي.

د نوموړې په ګومان دا یوه اخلاقي مسله هم ده نو ځکه فزیکي وهنه ټکونه یوه فزیکي ځورونه ده.

هغه وایي راتلونکی کال به د دوی اداره د دې قانون د عملي کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي، ځکه د دې په وینا" نور ډېر کارونه دي چې لومړيتوب لري او باید تر سره شي."

په برتانیا کې د ماشومانو ځورونې ضد اداره هم وایي داسې شواهد شته چې په څپېړه د ماشومانو وهل اغېزمن نه دي او ماشومانو ته زیان رسوي.

د دې ادارې ویاند وایي ماشومانو ته د سپلین ورکول مثبته لاره ده خو د هر چا وهل سم نه دي، دا د هرې ټولنې په ګټه دی.

د برتانیې د عدلیې وزیر کریس ګرېلنګ د مېل اون سنډې ورځپاڼې ته ویلي ده هم خپل ماشومان په څپېړه وهل او په دې برخه کې یې د میندو او پلرونو له حقونو دفاع کړې ده.

ښاغلی ګرېلنګ وایي دی هم، هغه مهال چې بد کارونه یې کول، مور او پلار واهه.

خو دی وایی دی هم ماشوم ته د څپېړې ورکولو خلاف دی.

خو د برتانیې په پارلمان کې د لندن جنوب د ټو ټنهام د سیمې استازی وایی دا هسې د وخت ضایع کول دي.

"میندو او پلرونو ته باید دا لوست ور ونه ښوول شي چې خپل ماشومان ووهي او کنه؟"

هغه زیاته کړه د پارلمان ځینې غړي د ټولنې او کورنۍ له حقیقي ژونده لرې دي او په اړتیاوو یې نه پوهېږي.

ورته مطالب